ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د امنيه قوماندان د لرې کولو غوښتنه وشوه

د هلمند د امنيه قوماندان د لرې کولو غوښتنه وشوه

author avatar
23 Jun 2017 - 14:22
د هلمند د امنيه قوماندان د لرې کولو غوښتنه وشوه
author avatar
23 Jun 2017 - 14:22

لښکرګاه (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٦): د هلمند مدني فعالانو او د ولايتي شورا ځينو غړو په لښکرګاه کې د پرونۍ موټربم پېښې په غبرګون کې د دې ولايت د امنيه قوماندان د لرې کولو غوښتنه وکړه.

د ولايتي شورا غړي بريالي نظري په يوه غونډه کې وويل چې د امنيه قوماندان پاسوال اقانور کينتوز د ښار د امنيت مسووليت درلود او بله دا چې امنيت هم له دې موټربم څخه خبر ورکړى و، خو هغه اجراات نه دي کړي.

ده زياته کړه، د تېرې ورځې د پېښې چې ٣٥ تنه په کې ووژل شول او ٥٩ ټپيان شول، پوښتنه دې يې وشي.

د مدني ټولنو د همغمۍ مشر خداينور خانزاده هم وويل، چې د يادې پوښتنې بايد له اړوندو مسوولينو او نوي کابل بانک څخه وشي، ځکه د پرېکړې له مخې، نظاميانو ته بايد په ځانګړو ځايونو کې معاشونه ورکړل شوي واى.

يوه بل مدني فعال عبدالحق ځواکمن وويل چې هلمند ته په ملکي او نظامي برخو کې بې کفايته مسوولين رالېږل کېږي، چې له شخصي ګټو پرته نور فعاليت نه کوي.

ده زياته کړه، ولسمشر دې هلمند ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو تردې نور هم حالات خرابه نه شي که نه نو خلک به د حکومت پر وړاندې ودرېږي.

خو د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان د مدني فعالينو څرګندونې ردوي او وايي، چې هغوى ته په کار و چې په دغسې حالاتو کې چې امنيتي تدابير هم نيول شوي وو، د امنيتي ځواکونو ملاتړ کړى واى، خو هغوى يې تخريب کوي.

د هغه په وينا، د تېرې ورځې په پېښه کې ډېر تلفات ملکي خلکو ته اوښتي او د مخالفينو موخه هم همدا ده چې د حکومت او  ولس ترمنځ په دې ډول ناامنيو سره واټن رامنځ ته کړي.

نوموړي وويل، دغه ډول پېښې په کابل او نورو ولايتونو کې هم شوې دي.

تېره ورځ غرمه مهال په لښکرګاه کې د کابل بانک مخې ته د موټربم چاودنه کې ۳۵ تنه ملکي او نظامي کسان ووژل شول او ۶۰ تنه ټپيان شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.