ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وسله والو طالبانو مشر خپل سياسي دفتر ته د سوله ييز حل موندلو دنده سپارلې

د وسله والو طالبانو مشر خپل سياسي دفتر ته د سوله ييز حل موندلو دنده سپارلې

author avatar
23 Jun 2017 - 10:03
د وسله والو طالبانو مشر خپل سياسي دفتر ته د سوله ييز حل موندلو دنده سپارلې
author avatar
23 Jun 2017 - 10:03

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٦): د طالبانو مشر د دې خبرې په کولو سره چې په هېواد کې د وروڼو قومونو ترمنځ هر ډول تعصب غندي او د دې ډول کړنو مخنيوى به کوي، په خپلو وسله والو غږ کړى چې له هغو پوځي عملياتو ډډه وکړي چې ولس ته د سر او مال زيان په کې پېښېږي.

دغه څرګندونې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په هغه اختريز پيغام کې راغلي، چې پژواک خبري اژانس ته د دې ډلې د وياند قاري يوسف احمدي له خوا را رسېدلى دى.

په پيغام کې راغلي، اسلامي امارت په افغانستان کې د وروڼو قومونو ترمنځ د قوم، ژبې، سیمې، مذهب او تنظیم په نوم هر ډول تخریبي کړنې په کلکه غندي او هغو ته په افغانستان کې د دښمن د پلان شویو سازشونو د یوې تخریبي هڅې په سترګه ګوري او په ټول توان سره یې مخنیوی کوي.

د طالبانو مشر ويلي، د اسلامي نظام په سیوري کي سوله، رښتینی امنیت او د هېوادوالو سوکالي يې اساسي اهداف دي؛ دوى په کلک هوډ سره د خپل ولس اقتصادي، تعلیمي او هر اړخیز ودانیز پرمختګ ته تعهد لري؛ د بیارغونې د چارو او پروسو هرکلی کوي او د خپلو ټاکلو اصولو او لوائحو په رڼا کې په دې برخه کې د هر راز فعالیتونو ملاتړ او ساتنه خپله دنده بولي.

هغه خپلو کسانو ته ويلي، چې په خپلو سیمو کې دې د دیني او عصري تعلیم او د ولس له غوښتنو سره سم د بیارغونې چارو د زمینې برابرولو کار ته دوام ورکړي.

ده خپلو کسانو ته په خطاب کې زياته کړې: "الله دې نه کوي که مو له لاسه تجاوز وشي، بې ګناه انسانان وځوروئ، یا د عامو خلکو سر، مال، یا حیثیت ته زیان ورسوئ؛ نو هم به منفور او بې قدره شئ او هم به په دنیا او اخرت کې د سزا مستحق وګرځئ، نو خپل چلند او کردار ته ډېر متوجه واوسئ او خپل ملګري هم له ناروا کړنو څخه را وګرځوئ."

نوموړي په خپلو وسله والو غږ کړى چې د عملياتو په طرحه ریزۍ او ترسره کولو کې د ملکي تلفاتو موضوع په جدي ډول په پام کې ولري؛ هغه عملیات چې په هغه کې د ولس د سر او مال  ته زیان پېښېږي، دوى ته د منلو وړ نه دي، له داسې عملیاتو ډډه وکړئ، ځکه چې د خلکو سر او مال ته زیان رسول د شریعت د اصولو او د دوى د پالیسۍ خلاف عمل دی.

خو د طالبانو مشر يادونه کړې، چې امریکایان باید د واقعیتونو په درک کولو سره د مقاومت د مقابلې په ځای د افغان ولس د قانوني غوښتنو په منلو سره له دیپلوماتیکو لارو خپله ستونزه حل کړي او د همدې لپاره يې خپل سیاسي دفتر ته د سوله يیز حل د موندلو دنده سپارلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.