ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : په قضا کې مداخله نه کوو

ولسمشر غني : په قضا کې مداخله نه کوو

author avatar
23 Jun 2017 - 22:21
ولسمشر غني : په قضا کې مداخله نه کوو
author avatar
23 Jun 2017 - 22:21

کابل(پژواک، ۲ چنګاښ ۹۶) : ولسمشر غني وایي، چې په قضا کې مداخله نه کوي او هیڅکله یې هم عدلي او قضایي نظام د قضاوت له بحران سره  نه دی مخ کړی.

له ارګ څخه پژواک ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې دولسمشر محمداشرف غني  په مشرۍ د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې د عالي شورا غونډه پرون مازدیګر جوړه شوه.

دغه غونډه چې په عدلي او قضایي مرکز کې وشوه لومړی د دولت د انسجام په چارو کې د چارو د عمومي ریاست مرستیال محمدهارون چخانسوري د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا د پخوانیو پرېکړو د تحقق راپور وړاندې کړ وې ویل: د قانون حاکمیت عالي شورا د جمهوررئیس په مشرۍ پنځه ځلې غونډې کړي دي  او ۵۱ دندې یې اړوندو ادارو ته سپارلي چې ۲۳ یې اجرا او ۲۸ یې د تطبیق په حال کې دي.

 دغه راز هغه د جمهوري ریاست د دويم مرستیال او لوی څارنوال په مشرۍ د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې د عالي شورا د فرعي کمېټو له فعالیتونو او د چارو د عمومي ادارې په چوکاټ کې د یادې شورا د تشکیلاتي سکرټریت د اکمال په اړه هم څخه ډاډ ورکړ.

ورپسې قاضی‌القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، لوی څارنوال فریدحمیدي د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور او دغه راز د مدافع وکیلانو د ټولنې رئیس په خپلو اړوندو ارګانونو کې د عدلي او قضايي اصلاحاتو د ملي پروګرام تطبیقي پلان غونډې ته وړاندې کړ.

قاضی القضات وویل، په ستره محکمه او قضا کې اصلاحات په درې اصلو، اصلاحاتو، تعهداتو او ستراتیژیکو اهدافو ولاړ دي. هغه زیاته کړه،  د سترې محکمې  ستراتیژیکو موخو کې د قانون رعایتول، د قانون حاکمیت ټینګښت، د وړتیاو لوړول، په قضايي سیستم کې د خلکو د غوښتنو ساتنه، په تشکیلاتو  بیا کتنه، بشري سرچینو ته پاملرنه او د قاضیانو د امنیت ټینګښت په څیر ۱۳اصله شامل دي.

سید یوسف حلیم وویل، قضا د قانون پلی کېدو ته ژمنه ده او د قاضیانو امنیت مهم دی چې تر  ۲۰۲۱ کال پوری به د هېواد قضایي نظام د خلکو د غوښتنو په یوې بېلګې بدل شي.

ورپسې د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي خپل اړوند بنسټ کې د اصلاحاتو ملي پروګرام غونډې ته وړاندې کړ وې ویل، زموږ موخه داده چې د قانون د پلي کېدو یو شان شرایط برابر کړو.

فرید حمیدي وویل: په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو په ملي پروګرام کې د قوانینو اصلاح، له تروریزم او د انسان قاچاق سره مبارزه او د جزا په قانون د ابهاماتو رفع کول په پام کې نیول شوي دي. هغه زیاته کړه موږ هڅه کوو شته تشکیلاتو څخه د کاري حجم تناسب ته په پام په زیرکۍ کار واخلو، قانون ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی او په دغه بنسټ کې د ښځو ونډه زیاته کړو.

حمیدي څرګنده کړه، په لویه څارنوالۍ کې تر ۲۰۰ زیاتو ښځو ته زده‎کړه ورکول کیږي او د کارکوونکو د وړتیاو لوړولو، حق او عدالت ته د لاسرسي او د پخوانیو کارکوونکو د ارزیابۍ په خاطر کار دوام لري.

لوی څارنوال وویل، : ـ((موږ په پام کې لرو چې خپل اداري کارکوونکي د څارنوالانو او د دې ادارې له مسلکي کارکوونکو څخه جلا کړو او دغه چارې د اقتصاد او اداري چارو فارغانو ته وسپارو.))

نوموړې د کارکوونکو پر کاري اخلاقو د ټینګار ترڅنګ وویل، ډیری ولسوالۍ څارنوالان نه لري، مونږ پلان لرو چې په هغو ځایونو کې مسلکي څارنوالان په کار وګمارو او د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ په خاطر د اسانتیاو په برخه کې کار روان دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.