کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د چين د بهرنيو چارو وزير په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دى.
د حکومت يوې سرچينې چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، د چنګاښ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چين د بهرنيو چارو وزير نن سهار کابل ته را رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړه چې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به په خپل دغه سفر کې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله او ځينو نورو چارواکو سره ګوري.
بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا وياند قادرشاه هم پژواک ته تاييد کړ چې د چين د بهرنيو چارو وزير کابل ته راغلی دى.
هغه زياته کړه چې د ملي امنيت سلاکار په ارګ کې د چين د بهرنيو چارو د وزير هرکلى وکړ.
سرچينې زياته کړې، د دواړو لورو تر منځ دا مهاله رسمي ناسته روانه ده، د چين د بهرنيو چارو وزير د قزاقستان په استانه کې د شنګهای د همکاريو سازمان د ناستې په څنډه کې د افغانستان او چين د ولسمشرانو تر منځ له رسمي خبرو وروسته افغانستان ته راغی.
قادر شاه وايي، په دې ليدنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، د سولې پر بهير په ځانګړې توګه د کابل پروسې پر موثريت او برياليتوب، د سيمه ييزو همکاريو پر بهبود او دوام، د لويو اقتصادي او سوداګريزو پروژو پر عملي کېدو خبرې کېږي.
که څه هم سرچينې د هغه د سفر په اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني ويلي وو چې چين د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې خبرو اترو ته د لارې هوارولو برخه کې مرسته کوي.
هغه زياته کړې چې چين به د افغانستان او پاکستان تر منځ د درېيمګړتوب هڅه هم وکړي.
تر دې مخکې د شانګهاى سازمان د کانفرانس پر مهال د چين ولسمشر افغان ولسمشر سره د ليدنې پر مهال ژمنه کړې وه چې هېواد يې تيار دى، دافغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو ده واري لپاره درېيمګړتوب وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن