کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د ښار جوړونې وزارت تاييدوي چې د دولتي ادارو د کمپلکس ماسټرپلان د طرحې او ډيزاين قرارداد د "خطيب والعالمي" په نوم يوه لبناني شرکت سره له داوطلبۍ پرته لاسليک شوى، خو ياد شرکت د ولسمشر مېرمنې د خپلوانو نه دى.
د دې وزارت وياندې نيلوفر لنګر نن په خبري ناسته کې وويل، د دارالامان په سيمه کې د دولتي ادارو او وزارتونو لپاره د يوه ستر اداري کمپلکس جوړولو پروسه د شاه امان الله خان طرحه وه؛ چې د ځينو دليلونو له امله عملي نه شوه، خو اوسنى حکومت بيا دغه کار ته لومړيتوب ورکوي.
هغې زياته کړه، د خطيب و العالمي شرکت د دولتي بنسټونو د اداري کمپلکس د ماسټرپلان د ډيزاين او طرحې پروژه د اړينې وړتيا او مخينې پر بنسټ ترلاسه کړې ده.
لنګر وويل: "دغه قرارداد چې ١٥ ميليون ډالره لګښت پرې راځي، د هېواد د تدارکاتو قانون د مقرراتو پر بنسټ له واحدې سرچينې ترسره شوى، ځکه دغه شرکت نړيوال اعتبار لري او په بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو کې د اداري کمپلکسونو د جوړولو په برخه کې تجربه لري."
د هغې په وينا، د ښارجوړونې وزارت له څېړنو وروسته درې امريکايي، چينايي او لبناني شرکتونه د سترو طرحو او ډيزاينونو په برخه کې د مخينې او وړتيا له مخې وټاکل، چې له څېړنو وروسته د يادې پروژې طرحه او ډيزاين ياد لبناني شرکت ته وسپارل شو.
مېرمن لنګر زياته کړه: "کله چې يو شرکت خپل ځانګړي شرايط پوره کړي، نو کولى شو پروژه له داوطلبۍ پرته ورکړو، چې پر همدې بنسټ دغه پروژه د تدارکاتو قانون پر بنسټ له داوطلبۍ پرته خطيب شرکت و العالمي شرکت ته ورکړل شوې ده."
د ياد وزارت وياندې زياته کړه، دغه وزارت تر اوسه پورې د دارالامان په سيمه کې د څلورو دولتي بنسټونو د طراحۍ لپاره ٥٠٠ زره متره مربع سپينه ځمکه چمتو کړې او د خطيب و العالمي نړيوال لبناني شرکت سره د دوه کلن قرارداد په لاسليکولو سره د يادې سيمې د طرحې او ډيزاين کار، د بنسټونو ماسټرپلان او له وړاندې د چمتو شوو طرحو ارزونه پيل شوې ده.
نوموړې هغې ادعاوې رد کړې چې ګني ياد شرکت د ولسمشر مېرمنې رولا غني د ورور اړوند دى او زياته يې کړه: "موږ د پروژې د مالک په توګه، هغه قرارداد چې له ياد شرکت سره مو لاسليک کړى، له شک پرته د قراردادي شرکت په اړه هم معلومات لرو او زموږ د معلوماتو پر بنسټ، د ولسمشر د کورنۍ او ياد شرکت ترمنځ هيڅ کومه اړيکه نشته."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن