ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کليو او پراختيا وزارت د لسو پراختيايي پروژو قراردادونه لاسليک کړل

د کليو او پراختيا وزارت د لسو پراختيايي پروژو قراردادونه لاسليک کړل

author avatar
24 Jun 2017 - 16:51
د کليو او پراختيا وزارت د لسو پراختيايي پروژو قراردادونه لاسليک کړل
author avatar
24 Jun 2017 - 16:51

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د کليو او پراختيا وزارت له يوه خصوصي شرکت سره د ٤٢٨ میليون افغانيو په ارزښت د لسو پراختيايي پروژو قرارداد لاسليک کړ.

د کليو او پراختيا وزير نصيراحمد دراني، نن په خبري ناسته کې وويل، يادې لس پروژې چې ٢١ کيلومټره پوخ سړک او د ٤٦٧ متره پلونه په کې شامل دي، د هېواد په پنځو ولايتونو (بغلان، لوګر، پروان، غزني او اروزګان) کې عملي کېږي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې يادې پروژې له درزيو خصوصي شرکتونو سره لاسليک شوې، وويل چې د دغو پروژو په عملي کولو سره به زرګونه کسانو ته په مستقیم او غيرمستقيم ډول د ١٩١ زره ورځو کاري فرصتونه برابر شي.

دراني زياته کړه: "موږ د يادو پروژو د کيفيت لپاره له قراردادي شرکتونو تضمين اخيستى، خو که چېرې ټولې پروژې په خپل ټاکلي وخت او د قرارداد له شرايطو سره سمې ترسره نه شي؛ له يادو قراردادي شرکتونو سره به قانوني چلند وکړو."

د قراردادي شرکتونو استازو هم د خپل کار له کيفيت ډاډ ورکړ او ويې ويل، هڅه کوي يادې پروژې په خپل ټاکلي وخت په لوړ کيفيت سره جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کليو او پراختيا وزارت د کليو د لارو جوړولو پروګرام په تېرو کلونو کې ٥٦٥٠ کيلومټره سړک او ٥٠٠٠ متره پلونه په ټول افغانستان کې جوړ کړي او دغه راز پر دې سربېره د ٤٠٠٠ کيلومټره نور سړک کار هم روان دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.