ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د اختر په مناسبت له ۲۷۶ بېوزلو کورنيو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې د اختر په مناسبت له ۲۷۶ بېوزلو کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
24 Jun 2017 - 14:10
ننګرهار کې د اختر په مناسبت له ۲۷۶ بېوزلو کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
24 Jun 2017 - 14:10

جلال اباد (پژواک، ۳ چنګاښ ٩۶): ننګرهار کې د احساس او المواسات په نومونو دوو مرستندویو ټولنو د کوچني اختر په مناسبت له ۲۷۶ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې وکړې.

احساس خيريه ټولنه چې په راس کې يې د جمعيت اصلاح ټولنه ده، د چنګاښ په ۳مه يې د دې ټولنې په دفتر کې د يو شمېر بهر مېشتو افغانانو د فطر صدقې په پيسو اخيستې خوراکي توکي پر سلو بې وزله کورنيو ووېشل.

په ختيځ کې د جمعيت اصلاح ټولنې مشر عبدالرحيم صراف د يادو مرستو د وېش پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې مرستې د جلال اباد ښار او نږدې ولسواليو هغو بې وزله کورنيو ته ووېشل شوې، چې د اختر لپاره يې خوراکي توکي او ميوه نه وه اخېستې.

دی وايي چې يادې کورنۍ لومړی سروې شوې او تر دقيقې سروې او پلټنې وروسته ورته مرسته ورکړل شوه.

د مرستو ترلاسه کوونکي خوښ وو او پر نورو هېوادوالو يې غږ وکړ چې د فطر صدقې هغه چا ته ورکړي چې رښتيا هم اړمن دي.

سپين سرې زربي بي له هډې اخوندزاده د مرستو ترلاسه کولو په خاطر راغلې وه.

هغه پژواک ته وويل، که ورسره دې ټولنې مرسته نه وای کړې؛ نو په اختر کې يې د خوراک لپاره هېڅ هم نه درلودل.

عمر خوړلی اکبرګل هم د مرستو ترلاسه کوونکو په ډله کې و.

هغه پژواک سره د خبرو پرمهال په نورو شتمنو هيوادوالو غږ وکړ، چې د بې وزله خلکو د اختر خوښيو په خاطر دې هغوی سره مرسته وکړي.

په دغو مرستو کې بوره، چای، غوړي، مالګه، نخود، مميز، چاکليټ او کلچې شاملې دي، چې تر ډيره د اختر په ورځو کې ترې خلک ګټه پورته کوي.

بلخوا د المواسات خیریه ټولنې له لورې ۱۷۶ بې وزله کورنیو ته نغدي مرسته ورکړه .

په ختیځ زون کې د المواسات خیریه ټولنې له لورې لس زره امریکايي ډالر پر یو سلو شپږ اویا بې وزله کورنیو نغدې وویشل شوې .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.