ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا معتصم : افغان حکومت دې د جګړې د لاملونو پر له منځه وړلو فکر وکړی

ملا معتصم : افغان حکومت دې د جګړې د لاملونو پر له منځه وړلو فکر وکړی

author avatar
25 Jun 2017 - 17:52
ملا معتصم : افغان حکومت دې د جګړې د لاملونو پر له منځه وړلو فکر وکړی
author avatar
25 Jun 2017 - 17:52

کابل (پژواک، ۴چنګاښ ۹۶) :  د طالبانو د سیاسي شورا پخواني مشر ملا معتصم اغا دافغانستان له حکومته غوښتي، چې د جګړې د لاملونو په له منځه وړلو باندې  فکر او کار وکړي نه د جګړې د لاملونو پر ایجادولو.

دغه څرګندونې دطالبانو د سیاسي شورا پخوانی مشر او ددغې ډلې دپخواني مشر ملا عمر نږدې خپلوان ملا معتصم اغا  داختر په مناسبت پخپل پیغام کې کړې دي.

هغه په دې پیغام کې ټولو هیوادوالو او مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړې ده او د روژې په مبارکه میاشت کې په هیواد کې د وروستیو خونړیو پیښو د قربانیانو کورنیو ته خپله غمشریکي وړاندې کړې ده.

ملا معتصم ویلي،چې خدای تعالی دې نور هیوادوال په هیواد کې د تحمیلي جګړو له شره خلاص او ټولو افغانانو ته د یوه متحد او مستحکم اسلامي او ملي نظام تر سیوري لاندې د امن، سولې، سوکالۍ او نیکمرغي ژوند ورنصیب کړي.

هغه زیاته کړې، دغه ډول ړندې او خونړۍ پیښې چې نه یې عاملین معلوم وي او نه یې هم د ترسره کولو اهداف څرګندوي.

ملا معتصم ویلي، په مسجدونو، دیني شعائرو او د ولسي وګړو په تجمعاتو کې بي هدفه چاودنې او بمبارۍ زموږ د هیواد او ولس د دښمنانو هغه بزدلانه عمل دی چې په هیڅ دین او مذهب کې د توجیه وړ نه دی.

 

هغه زیاته کړې، لکه څرنګه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او ټاټوبی دی نو په دې هیواد کې د سولې تأمینول ، د ثبات راوستل او د ټول ولس د خوښې یو منلی او مستحکم  اسلامي او ملي نظام جوړول او له هغه څخه دفاع کول خپله زموږ او ستاسي د ټولو هیوادوالو اسلامي او ملي دنده او مکلفیت دی.

د طالبانو دسیاسي شورا دغه پخواني مشر پخپل پیغام کې هیواد ته دامریکا او ناټو ځواکونو له نورو سرتیرو لیږلو سره مخالفت کړی او زیاته کړې، چې دابه د جګړې د دوام لامل شي.

ملا معتصم دافغانستان له حکومت غوښتي، چې د جګړې د لاملونو په له منځه وړلو باندې  فکر او کار وکړي نه د جګړې د لاملونو پر ایجادولو.

هغه زیاته کړې، ټولو افغان سیاسیونو په تېره بیا دهیواد دقضیې مهمو  لوريو او شخصیتونو ته په کار ده چې نړیواله ټولنه او امریکا په دې قانع کړي چې نور په افغانستان کې د ناټو او یاهم د امریکا پوځي او عسکري مداخله نه د افغانانو په ګټه ده او نه هم د ناټو او امریکا په ګټه تمامیدای شي.

ملا معتصم دافغانانو ترمنځ پر خپلمنځي تفاهم او خبرو اترو ټینګار کړی  او ویلي، داخلي اختلافات او شخړې هغه  مصیبت او فتنه ده چې نن یې په ټوله نړۍ کې د اسلامي امت وحدت ، یووالی او سالمیت ګواښلی دی.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.