کابل (پژواک، ۴ سرطان ۹۶): د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي چې پاکستان باید له خپل نفوذ او اغېز څخه په استفادې د طالبانو د ترهګریزو کړنو مخه ونیسي او هم دې حقاني شبکه کنټرول کړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره په لیدنه کې کړې دي.
خبرپاڼه کې کاږي چې په پیل کې ولسمشر غني د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب د چین د بهرنیو چارو وزیر ته په چین کې د ځمکې ښویېدنې له امله د یاد هېواد خلکو ته د اوښتو تلفاتو له امله ډاډ ورکړ او افغانستان ته یې د نوموړي سفر ګټور وباله.
د سرچینې په خبره، ولسمشر غني له افغانستان سره د چین له همکاریو د مننې تر څنګ وویل، چین نه یوازې د افغانستان ښه ګاونډی، بلکې زموږ مهم سیمه ییز شریک هم دی. هغه همدارنګه په پلازمېنه استانه کې د چین له ولسمشر سره کتنه ګټوره او ارزښتمنه وبلله.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د یاد هېواد د ولسمشر نیکې هیلې غني ته ورسولې او همدارنګه یې د ولسمشر غني له ډاډګېرنې مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، په پلازمېنه استانه کې ستاسو او د چین د ولسمشر د کتنې او موافقې پر اساس زه نن افغانستان ته راغلی یم.
ښاغلي وانګ يي وویل، چین او افغانستان دوه تاریخي ملګري دي او موږ به د افغانستان د سولې او ثبات د تامین په برخه کې همکاري وکړو.
هغه څرګنده کړه: ((زما د راتګ موخه په افغانستان او پاکستان د خپلو شرایطو منل نه دي، بلکې موږ ته د سیمې ملګرتیا مهمه ده او غواړو چې له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې مرسته وکړو.))
نوموړي وویل، افغانستان د نړیوالو ترهګرو ډلو تر برید لاندې دی، نو له دې امله باید د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې شي او چین چمتو دی چې د حل د عملي تګلارې رامنځته کولو لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په ستونزمنو شرایطو کې د ولسمشر غني هڅې او ښه رهبري د قدر وړ وبلل او زیاته یې کړه، دوی وینې چې افغانستان پرمختګ کوي او چین د تاریخي دوست په توګه د افغانستان تر څنګ دی.
هغه زیاته کړه، چین به په سیمه کې د څو اړخیز روابطو د پیاوړتیا په موخه د دې ملاتړ وکړي.
هغه وویل، هېواد به یې سږ کال په افغانستان کې د مسکن جوړولو کار عملاً پیل کړي او د همکاریو د نوي پروګرام د پیل له مخې به په راتلونکو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د چین همکارۍ زیاتې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن