ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي: کونړ کې زموږ د قوماندان پر کور د بريد عاملين دې مجازات شي

حزب اسلامي: کونړ کې زموږ د قوماندان پر کور د بريد عاملين دې مجازات شي

author avatar
26 Jun 2017 - 17:09
حزب اسلامي: کونړ کې زموږ د قوماندان پر کور د بريد عاملين دې مجازات شي
author avatar
26 Jun 2017 - 17:09

کابل(پژوک، ٥ چنګاښ ٩٦): حزب اسلامي په کونړ کې د دغه ګوند د يو قوماندان پر کور بريد د سولې دښمنو کړيو کار بولي او له ولسمشر څخه غواړي چې د دې بريد عاملينو ته سزا ورکړي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، دوې ورځې مخکې په کونړ کی د حزب اسلامي د يو تن مهم قوماندان حاجي امان الله پر کور بي پیلوټه الوتکې بريد وکړ چې له امله يې امان الله ټپي او د هغه دوه کسان ووژل شول.

افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت له بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخلي.

د حزب اسلامي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:"حزب اسلامی د حاجي صاحب امان الله د ترور د هڅي پېښه او عاملین يې په کلکو الفاظو غندي او د هغو کړیو کار يې بولي چي د سولي له بهیر سره دښمني لري او د جنګ دوام غواړي."

 سرچینه زیاتوی: "حاجي صاحب امان الله د سولې معاهدې له ځینو برخو او په عملي کېدو کي یې د ځنډ په اړه ځینې ملاحظات درلودل، د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې خپل کلي لاحسین ته تللی و، هلته د سیمې ټول مجاهدین د سولې اړوند معاهدې او د حزب د دریځ ملاتړ کوي، د حزب له لوري د ده د اقناع او د اندېښنو رفع کولوهڅې رواني وې، هغه ته ویل شوي و چي د حزب هېڅ غړی حق نه لري د رسمي پرېکړو مخالفت وکړي، په همدې جریان کې او پرته له دې چې د ده له لوري کوم نظامي اقدام ترسره او وسله کارول شوې وي؛ د ده پرکور راکټي برید وشو، دوه خپلوان يې شهیدان او دی ټپي شو، دا تروریستي برید نه یوازي د معاهدې خلاف عمل دى بلکې دعاملینو بد نیت او سپیره عزايم څرګندوي."

په اعلاميه کې راغلي: "له ښاغلي جمهور رییس غواړو د دې پېښې د جدي او فوري څېړنې او د عاملینو، محرکینو او کوردینات ورکوونکو د محاکمې او مجازات فوق العاده فرمان صادر کړي او په دې توګه د جنګ غوښتونکو عزايم شنډ او د داسي جنایتونو د تکرار مخنیوی وکړي."

د حزب اسلامي او دولت تر منځ تېر کال د سولې هوکړه لاسليک شوه چې له مخې يې دغه ګوند له وسله وال مخالفت څخه لاس واخيست.

د حزب اسلامي وياند او د فرهنګي او مطبوعاتي چارو مشر قريب الرحمن سعيد وايي، پر امان الله برید په داسي وخت کې کېږي چي له یوه اړخه د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې او حزب اسلامي په ټول توان هڅه کوي چې دغه هوکړه پلي کړي او ترڅنګ یی د حزب اسلامي قیادت د یوي ملي مجمع د جوړښت له پاره شپه او ورځ کار کوي تر څو د نظام په اصلاح او په هېواد کې د وسلوالو مخالفینو تر څنګ د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه اړین تصمیمونه و نیول شي.

دغه راز د هغه په وينا، له بله اړخه د دې ګوند قیادت د دولت له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو د پیل او په هېواد کې د سولې د قیام لپاره د هغوى د رضايت هڅې کوي .

سعيد زياتوي:"په داسې حساس وخت کې د قوماندان حاجي امان الله په کور راکټی برید او تر څنګ یې د حزب اسلامي د قوماندانانو هدفي وژنې دا ډاګیزوي چي دښمن څومره حساس دى او څومره د سولې پروسي د پلي کولو مخالفت کوي."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په لوګر کې هم د حزب اسلامي يو قوماندان د ناپېژانده وسله والو په بريد کې ووژل شو.

د سعيد په وينا، کورني او بهرني دښمنان هڅه کوي چي د حزب اسلامی د قوماندانو په وژلو سره د سولې پروسه له رکود او خنډ سره مخ کړي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.