ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سينما د نشتوالي له امله فلمونه خېمو کې نندارې ته وړاندې کېږي

د سينما د نشتوالي له امله فلمونه خېمو کې نندارې ته وړاندې کېږي

author avatar
26 Jun 2017 - 11:22
د سينما د نشتوالي له امله فلمونه خېمو کې نندارې ته وړاندې کېږي
author avatar
26 Jun 2017 - 11:22

جلال اباد (پژواک ۵چنګاښ ٩۶): د ننګرهار ولايت فلم جوړونکي وايي، د سينما نشتوالى يې د کار د پرمختګ خنډ ګرځېدلی او له مجبورې ورځې فلمونه په خېمو کې نندارې ته وړاندې کوي.

دوی وايي،په يوه فلم په سلګونو زره افغانۍ  لګښت کوي؛ خو د عايد لاره يې يوازې د اختر په ورځو کې په خېمو کې د فلمونو نندارې ته وړاندې کول دي.

دوی وايي،که حکومت يې د سينما په برخه کې لاسنيوی وکړي؛ نو دوی حاضر دي چې په خپلو فلمونو د بهرنيو فلمونو د نندارې مخنيوی وکړي او هېوادوال په خپلو فلمونو داسې روږدي کړي چې د پرديو ژبو او پرديو کولتورونو له نندارې لاس واخلي.

په ننګرهار ولايت کې د فلم جوړونکي وايي، په خېمو کې د فلمونو د نندارچيانو له ټکټونو يوازې همدومره عايد تر لاسه کوي چې پر فلم مصرف شوې پيسې پرې پوره کړي.

رحيم ګل افغاني چې له تېرو شاوخوا ۱۳ کلونو راهيسې په جلال اباد ښار کې په فلمونو کې لوبېدلی او فلمونه يې جوړ کړي وايي، هر يوه فلم يې د ګټې پرځای تاوان کړی دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل، شوق او علاقه يې د فلم نه جوړېدو ته نه پرېږدي او په يوه فلم لږ تر لږه څلورسوه زره کلدارې مصرف راځي، چې بېرته هغه لګښت هم نه پوره کوي.

نوموړي زياته کړه : ((سينما نشته، فلمونه په اخترونو کې او يا که کوم د جشن ورځ وي؛ نو سراج العمارت باغ کې يې په خېمو کې نندارې ته وړاندې کوو، چې نه خو ورته لږ د امنيتي ستونزو له امله په اسانۍ زړه ښه کوي او نه هم بېرته هغومره پيسې ګټي، چې موږ پرې مصرف کړې وي.))

دی وايي، پخوا به يې فلمونه په پېښور کې موزيک سنټرونو کې اخېستل، چې څه ګټه به يې ورته کوله؛ خو د مبايلونو په عامېدو سره دغه لاره پرې هم بنده شوې ده.

ببرک اميرزاده، چې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې يې په فلمونو کې کار کاوه، د همدغو ستونزو له امله له فلمي نړۍ سره مشروطه خدای په اماني کړې ده.

دی وايي، تر هغه وخته چې سينما جوړه نه شي، د سينماګرانو او فلم جوړونکو ستونزې نه حل کيږي او اقتصادي کمزورتيا يې نوره دا اجازه نه ورکوي  چې له ګټې پرته سينما ته په خپل تاوان کار وکړي.

دی وايي، ډيرى فلمونه يې په خېمو کې نندارې ته وړاندې کړل؛ خو نه په ننګرهار کې فلم وده وکړه او نه هم دوی په کې شخصي ګټه وکړه.

په ننګرهار کې د فلم جوړونکو او سينماګرانو د اتحاديې مشر امير شاه تلاش پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال تاييد کړه چې په دغه ولايت کې د سينما نشتون د فلمي صنعت د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.