ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب پوليسو درې تنه د وسله والو مخالفينو د درېيو مړيو د لېږد په تور نيولي دي

د فارياب پوليسو درې تنه د وسله والو مخالفينو د درېيو مړيو د لېږد په تور نيولي دي

author avatar
26 Jun 2017 - 13:53
د فارياب پوليسو درې تنه د وسله والو مخالفينو د درېيو مړيو د لېږد په تور نيولي دي
author avatar
26 Jun 2017 - 13:53

ميمنه (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٦): چارواکي وايي، فارياب کې سيمه ييزو پوليسو د وسله والو مخالفينو درې مړي تر لاسه کړي او په تړاو يې درې تنه نيولي دي.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش وايي، سيمه ييزو پوليسو دغه مړي نن د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ په تيلان سيمه کې له يو فلاينګوچ موټر څخه تر لاسه کړي دي.

دى وايي چې دغه مړي او په تړاو يې نيول شوي درې تنه د فارياب مرکز ميمنې ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وينا، دغه مړي له پښتونکوټ څخه د هغوى د هستوګنې سيمو ته لېږدول کېدل، خو پوليسو يې مخه ونيوه.

د ده د معلوماتو له مخې، په ډزو له وژل شويو يادو درېيو تنو څخه يو يې د فارياب د قيصار ولسوالۍ، بل يې د بادغېس د قادس ولسوالۍ او درېيم يې د هرات د اوبې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.

د هغه په وينا، دا به له څېړنو وروسته څرګنده شي چې دغه درې تنه وسله وال طالبان دي او که د داعش ډلې سره تړاو لري.

خو يوه سيمه ييزه بله سرچينه چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې دغه درې کسان د داعش ډلې اړوند دي او وسله والو طالبانو د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ کې وژلي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.