ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيمروز کې ماين چاودنې دوه افسران ووژل

نيمروز کې ماين چاودنې دوه افسران ووژل

author avatar
26 Jun 2017 - 15:18
نيمروز کې ماين چاودنې دوه افسران ووژل
author avatar
26 Jun 2017 - 15:18

زرنج(پژواک، ٥ چنګاښ ٩٦): نيمروز ولايت کې د زرنج – دلارام د لويې لارې ساتنې د يو ټولي قوماندان او د ملي اردو يو تن افسر، پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې ووژل شول.

يوې باوري امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه او له امله يې مرګ ژوبله نن له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د دې ولايت د خاشرود ولسوالۍ په شش ابه سيمه کې رامنتځه شوه.

هغه وايي، چې په دې چاودنه کې د ياد ټولي د قوماندان لومړي څارن عبدالغفور همت يار يو ساتونکى هم ټپي شوى او د نيمروز مرکز زرنج ته د درملنې لپاره لېږدول شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د همت يار پر رېنجر موټر هغه مهال چاودنه وشوه چې هغه په سيمه کې د پوليسو يوې پوستې ته د اختر مبارکۍ ورکولو په موخه روان و.

د نيمروز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد صالح مسعود د جزيياتو له ورکولو پرته وايي چې په ياده سيمه کې چاودنه شوې او مرګ ژوبله هم لري.

هغه وايي چې ياد ماين وسله والو طالبانو ځاى پر ځاى کړى و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.