ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني ١١١مې فرقې ته ولاړ او له پوځيانو سره يې اختري مبارکې وکړه

ولسمشر غني ١١١مې فرقې ته ولاړ او له پوځيانو سره يې اختري مبارکې وکړه

author avatar
26 Jun 2017 - 17:58
ولسمشر غني ١١١مې فرقې ته ولاړ او له پوځيانو سره يې اختري مبارکې وکړه
author avatar
26 Jun 2017 - 17:58

کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٦): ولسمشرغني کابل کې ١١١ مې فرقې ته ورغى او پوځيانو ته په خطاب کې يې وويل :" ستاسې مبارزه مقدسه ده، ځکه د افغانانو له اسلامي عقایدو او بیرغ څخه دفاع کوئ."

د ولسشمرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د کابل په پلچرخي سیمه کې د ملي اردو ۱۱۱مې فرقې ته ورغی او د دغې فرقې له منسوبینو سره یې د اختر مبارکي وکړه.

سرچينه ليکي چې غني وویل:" دا د ویاړ ځای دی چې د اختر په دویمه له خپلو اتلانو سره یم، پرون د اختر لومړی ورځ وه چې په امن کې تېره شوه، دا ستاسې برکت و، زه درنه د ټولو افغانانو په استازیتوب مننه کوم او ستاسې له کورنیو مننه چې ستاسو په څير اتلان یې روزلي دي."

هغه وويل پوهېږي چې پوځيان د افغانستان د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره په شپو شپو بې خوبي تیروي او دى او ملت د هغوى د دغې بې خوبۍ پوروړی دي.

دى وايي تاريخ کې به د دغو پوځيانو نومونه په زرینو کرښو لیکل کېږي.

ولسمشر غني وویل، د افغانستان دښمنانو دوه اساسي موخې درلودې، لومړی دا چې د افغانستان سیاسي او ټولنیزه اډانه ورانه کړي او دویم دا چې د افغانستان جغرافیا په دوو برخو ووېشې خو دا د هېواد د امنيتي او دفاعى ځواکونو مبارزه وه چې د دښمن شوم اهداف يې له خاورو سره خاورې کړل.

ده د يادې قول اردو له هغه نظامي او کورنۍ څخه یې ځانګړې مننه وکړه چې د واده په ورځ یې عسکري یونیفورم اغوستی و.

غني وايي دغه پوځي به دى شخصا تقدیر کړي دى.

غني له هغو ۳۵ سرتیرو څخه هم مننه وکړه چې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې جنګیدلي دي. ولسمشر ژمنه وکړه چې دغه کسان به هم تقدیر کړي.

ولسمشر وویل، سل بریدملان تر روزنې لاندې دي چې وروسته به د ولسوالیو د قوماندانانو په توګه وټاکل شي.

هغه زیاته کړه:" د کابل له خونړیو پېښو وروسته مې له ۴۵۰۰ کسانو سره لیدلي دي، دغو خلکو په یوه اواز له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کړی دی، له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه دغه شان ملاتړ په تېرو سلو کالو کې مخینه نه لري."

هغه وویل، له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ اجماع باید ټولو ولایتونو ته وغځول شي او ټولو والیانو ته یې سپارښتنه کړې چې دا کار ژر ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.