ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې ترافيکې پېښې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پروان کې ترافيکې پېښې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
26 Jun 2017 - 09:44
پروان کې ترافيکې پېښې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
26 Jun 2017 - 09:44

چاريکار (پژواک، ٥ چنګاښ  ٩٦): د پروان ولايت د مرکز اړوند په رباط سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله درېيو تنو ژوند له لاسه ورکړ او ١٣ نور ټپيان شول.

د پروان د ترافيکو مدير محراب الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې يو دولتي رېنجر موټر د تخنيکي ستونزې له امله له څو نورو موټرو سره ټکر وکړ.

هغه وايي چې په وژل شويو کسانو کې يوه ښځه ده او پاتې وژل شوي او ټپيان لويان نارينه دي.

د پروان د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټر محمدقاسم سنګين وايي چې د پېښې مړي او ټپيان ياد روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ده په وينا له ټپيانو څخه اته تنه چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ و، د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.