چاريکار (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٦): د پروان ولايت د مرکز اړوند په رباط سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله درېيو تنو ژوند له لاسه ورکړ او ١٣ نور ټپيان شول.
د پروان د ترافيکو مدير محراب الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې يو دولتي رېنجر موټر د تخنيکي ستونزې له امله له څو نورو موټرو سره ټکر وکړ.
هغه وايي چې په وژل شويو کسانو کې يوه ښځه ده او پاتې وژل شوي او ټپيان لويان نارينه دي.
د پروان د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټر محمدقاسم سنګين وايي چې د پېښې مړي او ټپيان ياد روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ده په وينا له ټپيانو څخه اته تنه چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ و، د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن