ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صنعتي فابريکو د جلال اباد ښار  هوا او اوبه ککړې کړې دي

صنعتي فابريکو د جلال اباد ښار هوا او اوبه ککړې کړې دي

author avatar
27 Jun 2017 - 11:42
صنعتي فابريکو د جلال اباد ښار  هوا او اوبه ککړې کړې دي
author avatar
27 Jun 2017 - 11:42

جلال اباد (پژواک، ۶ چنګاښ ٩۶): د ننګرهار ولايت د چاپيریال ساتنې اداره وايي چې د دغه ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د صنعتي فابريکو موجوديت د ښار هوا او اوبه دواړه ککړ کړي دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو رياست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې ۲۴۳ صنعتي فابريکې فعاليت کوي چې نږدې دوه سوه يې د ښار  دننه دي.

د دې ولايت د صنايعو او سوداګرۍ رييس شېر عالم امله وال پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، په جلال اباد ښار کې د صنعتي فابريکو شتوالي علت په نورو سيمو کې نا امني او د برېښنا نه موجوديت دی.

هغه زياته کړه، په جلال اباد ښار کې ځکه صنعتکارانو فابريکې جوړې کړي چې له ښار بهر يې د امنيتي شرايطو خرابوالی د کار پر وړاندې خنډ جوړوي.

د امله وال په وينا، په ننګرهار کې دوه صنعتي ښار ګوټي موجود دي چې د شيخ مصري په نوم ښارګوټي کې يې ۵۰ فابريکې فعالې دي او د غازي امان الله خان ښارګوټي سره جوړ شوی صنعتي ښارګوټی غير فعال دی.

نوموړي زياته کړه: ((په شيخ مصري ښارګوټي کې د برېښنا او امنيت ستونزه حل شوې، پنځوس فابريکو په کې فعاليت پيل کړی؛ خو په غازي امان الله خان ښارګوټي صنعتي پارک کې بيا ځکه فابريکې لا نه دي فعالې شوي، چې هلته نه برېښنا شته او نه هم امنيت.))

د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او صنعت رييس وايي، که په نورو سيمو کې امنيت تامين او فابريکه لرونکو ته د برېښنا ستونزه حل شي؛ نو هغوی هم نه غواړي چې په لوړو بيو ښاري سيمو کې ځايونه په کرايه ونيسي او خپلې فابريکې په کې فعاله وساتي.

د ننګرهار ولايت د صنعتي فابريکو لرونکو اتحاديې مشر حاجي تورملنګ پژواک اژانس ته وويل، په لرو پرتو سيمو کې امنيتي وضعيت خراب دی؛ ځکه زياتره صنعتکارانو په ښاري سيمو کې پانګونه کړې ده.

هغه بله ستونزه د برېښنا نه شتون ياد او زياته يې کړه چې د همدغو ستونزو له امله په ښار کې فابريکې جوړېږي.

د صنعتي فابريکو د ټولنې مشر وايي، که يې د برېښنا او امنيت ستونزې حل شي؛ نو پانګوال حاضر دي چې خپلې فابريکې په لرو پرتو سيمو کې صنعتي ښارګوټو ته انتقال کړي.

سبحان الله پاچا د کابل سيند پر غاړه د جلال اباد ښار اړوند سپېنې ماڼۍ سيمه کې اوسېږي وايي، د کور ترڅنګ يې د اوسپنې د ويلې کولو او سيخ ګول کارخانه ده او کله چې د اوسپنې ويلې کېدو په خاطر اور بل کړي؛ نو د اور  لوګي يې حتی د دوی د کور خونو ته هم داخلېږي.

هغه وايي چې ډېر کله يې کوچنيان د همدغو دودونو له امله په تنفسي ناروغيو اخته کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.