ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت:  ۲۴ وسله وال مخالفين وژل شوي

ملي دفاع وزارت: ۲۴ وسله وال مخالفين وژل شوي

author avatar
27 Jun 2017 - 09:48
ملي دفاع وزارت:  ۲۴ وسله وال مخالفين وژل شوي
author avatar
27 Jun 2017 - 09:48

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۶): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو دغه ګډ او تعرضي عمليات په ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، خوست، کندهار، اروزګان، کندوز، فارياب، تخار او هلمند ولايتونو کې د خلکو د ځان او مال د خونديتوب او د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې ده، دغه عمليات د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي چې په پايله کې يې د ننګرهار ولايت د اچين په ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او د پکيتا ولايت د ډنډپټان ولسوالۍ کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د سرچينې په وينا، د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې هم څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان شوي او تر څنګ يې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو نهه پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي .

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو عملياتو کې لسګونه ميله بېلابېلې وسلې او مهمات، ډېر پوځي تجهيزات او څو پوځي موټر هم د امنيتي ځوکونو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې د امنيتي ځواکونو مرګ ژوبلې ته اشاره نه ده شوې.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.