ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نا امنۍ د باميانو سيلانيان کم کړي

نا امنۍ د باميانو سيلانيان کم کړي

author avatar
27 Jun 2017 - 09:30
نا امنۍ د باميانو سيلانيان کم کړي
author avatar
27 Jun 2017 - 09:30

باميانو(پژواک، د چنګاښ۶ نېټه٩٦): که څه هم باميان د هېواد له امنو ولايتونو شمېرل کېږي، خو د ګاونډيو ولايتونو نا امنۍ دغه ولايت ته ورغلې لارې له امنيتي ګواښونو سره مخ کړې او دا چاره ددې سبب شوې دا ولايت خپل کورني او بهرني ليدونکي له لاسه ورکړي.

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې او مراقبت عمومي مدير عبدالحميد جليا له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې په باميانو کې د ګرځندويانو کمښت بېلابېل لاملونه لري چې يو هم د الوتکې يو طرفه ټکټ(١٠٠ ډالر) او بل هم باميانو ته د ورغځېدلو لارو نا امني ده.

د نوموړي په خبره، د خلکو خراب اقتصادي وضعيت او وزګارتيا هم په دې چاره منفي تاثير کړى دى.

جليا وويل:((باميان يو سياحتي ښار او ولايت دى، په دې ولايت کې د ګرځندويانو کمښت د بېوزلۍ او بوختياوو د کمښت لامل شوى، راتلونکې کې به دا چاره د بېوزلۍ د لوړې کچې لامل شي.))

هغه زياته کړه چې پخوا به امنو کلونو کې د پسرلي او دوبي د موسمونو پرمهال ګڼ کورني او بهرني سيلانيان ورتلل، خو اوس بيخي کم شوي دي.))

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې او مراقبت عمومي مدير زياته کړه:((تېر کال مو په لومړيو درېيو مياشتو کې ٢٥٠٠کورني او ١٥٠ بهرني ګرځندوى لرل، سږ کال بيا دا شمېره له نيمايي هم لوېدلې ده.))

هغه وويل:((د تاريخي ساحاتو شمېره د امير بند له ليدونکو جلا ده، دا شمېرې يوازې په هغه سيلانيانو او ليدونکو پورې اړه لري چې له تاريخي ساحو يې ليدنه کړې او د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابداتو څانګې ټکټ ورکړى دى.

باميان د افغانستان له تاريخي او لرغونو ولايتونو څخه دى چې د افغانستان لومړي ملي او طبيعي پارک بند امير او د بودا د دوو نړېدلو مجسمو پاتې شونو تاريخي او توريستي اهميت ورکړى، د باميانو اته ساحې د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان( يونسکو) سره د کلتوري ميراثونو په نوم ثبت شوې دي.

د باميانو ښار اوسېدونکي محمد موسى رفعت پژواک ته وويل:((کله چې باميانو ته سيلانيان راځي، ټولو ته يې ګټه رسېږي، هوټلونه، ډوډۍ پخلنځي، ترانسپورټ او مالدارانو ته يې په مستقيم ډول ګټه رسېږي.))

هغه زياته کړه کله چې يو بهرنى سيلاني باميانو ته راځي، لږ تر لږه خو زر ډالر لګوي، کورني سيلانيان هم له پنځو تر لس زرو افغانۍ لګښت لري، دا لګښتونه د باميانو د اوسېدونکو د کاروبار ښه کېدو او غوړېدو لامل ګرځي.

نوموړي څرګنده کړه:((که چېرته دولت د بهرنيو سلانيانو لپاره ملاتړي پروګرامونه ولري، لږ تر لږه د ميدان ښار د مرکز نه تر جلريز ولسوالۍ پورې امنيت خوندي کړي،  له ميدان ښار نه تر تکانه سيمې او د جلريز ولسوالۍ تر محراپ پله پورې امنيت ډېر  خراب دى، ټول مسافر د دولت او طالبانو تر مرميو لاندې تېرېږي.))

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وايي:((موږ هيله لرو چې سږ کال له باميانو د دوو کلونو وړاندې په پرتله  سياحين او ليدونکي ولرو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.