ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امو سيندد بلخ دوه ولسوالۍ له جدي ګواښ سره مخ کړې دي

امو سيندد بلخ دوه ولسوالۍ له جدي ګواښ سره مخ کړې دي

author avatar
28 Jun 2017 - 10:39
امو سيندد بلخ دوه ولسوالۍ له جدي ګواښ سره مخ کړې دي
author avatar
28 Jun 2017 - 10:39

مزارشريف (پژواک، ٧چنګاښ ۹۶): د بلخ ولايت اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي چې که دولت د امو سيند تحکيم بندۍ ته پام ونه کړي؛ نو لرې نه ده چې د دغه سيند پر غاړه پرتې ولسوالۍ شورتپه او کلدار له جدي ګواښ سره مخ شي.

امو سيند د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سرحد صفري نقطه جوړوي چې د ازبکستان له لوري د ياد سيند پر څنډو تحکيمات شوي؛ خو د افغانستان لوري ته د نه تحکيماتو له امله د اوبو مخې زيانونه اړولي دي.

د بلخ په څوارلس ولسواليو کې شورتپه او کلدار ولسوالۍ د امو سيند پر غاړه پرتې دي، چې هر کال يې د څپو زور کرنيزې ځمکې او کورونه له منځه وړي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې يې د خپلو کرنيزو ځمکو او کورونو د ويجاړېدو د مخنيوي لپاره څو ځله غږونه پورته کړي؛ خو نه دي اورېدل شوي.

د بلخ ولايتي شورا سربېره پر دې چې پر امو سيند د تحکيماتو چاره ستره پروژه ګڼي، خو وايي چې لږ تر لږه دولت بايد دومره څه وکړي چې د کلدار او شورتپې ولسوالۍ کرنيزې ځمکې او کورونه د له منځه تلو له ګواښ څخه وژغورل شي.

له تېرې يوې نيمې لسيزې د شورتپې ولسوالۍ هزاره توقی، بوزاريق، اريق باتور، جنګل اريق او جوی وکيل هغه سيمې دي چې د امو سيند د نه تحکيماتو له امله ډېرې زيانمنې شوې دي.

د سيمې د اوسېدونکو په وينا، تر دې دمه د دغو کليو کابو ۸ زره جريبه کرنيزه ځمکه او ځنګلونه له منځه تللي او دوه زره کورونه ويجاړ او زيانمن شوي دي.

د اريق باتور کلي ملک ۵۴ کلن حاجي عبدالرشيد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له کومې چې مې يادېږي، امو سيند موږ پسې دی، تر دې چې ټول کلی يې راته يوړل.))

نوموړي زياته کړه چې په دغه کلي کې کابو ۲۰۰کورنۍ وې او سلګونه جريبه کرنيز ځمکه او ځنګلونه يې لرل؛ خو اوس هېڅ هم نشته.

د هغه په وينا، د دوی د کلي ساحه اوس د امو سيند پر غېږ بدله شوې ده.

د کلدار ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې له تېرو څو کلونو يې د اق مسجد، اورزاق، ارغه يق، جوی جديد او د ځينو نورو کليو ابادۍ او کرنيزې ځمکې د امو سيند د نه تحکيماتو له امله ويجاړې شوې دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي صفت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د سلګونو کورونو تر څنګ کابو پنځه زره جريبه ځمکه له منځه تللې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.