هرات (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٦): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې د اختر درې ورځو کې په دې ولايت کې د ترافيکي پېښو، پر واټونو د جګړو او پلاستيکي تومانچو له امله نږدې ٣٠٠ کسان ټپيان او دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.
د يادو سرچينو دمعلوماتو له مخې؛ له پورته شمېر ټپيانوڅخه ١٦٩ يې د ترافيکي پېښو، ٦٥ نور يې پر واټونو د جګړو او ٥٠ نور چى ډيرى يې ماشومان دي د پلاستيکي تومانچو کارونې له امله ټپيان شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې د دې پېښو ټپيان د هرات حوزوي روغتون او نور روغتون کې بستر شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې ٥٠ ماشومان او تنکي ځوانان د پلاستيکي تومانچو سره د لوبو پرمهال د سترګو په برخه کې ټپيان شوي چې ښايي ډيرى يې ړانده شي.
نوموړي له کورنيو غوښتنه وکړه څو ماشومانو ته اجازه ور نه کړي چې د پلاستيکي تومانچو کارولو سره خپلې روغتيا ته زيان واړوي.
په ورته وخت کې د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزاد وويل چې د ترافيکي پېښو ١٦٩ ټپيانو ترڅنګ، ٦٥ تنکي ځوانان پر واټونو د جګړو له امله د اختر په ورڅو کې ټپيان او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وينا، ترافيکي پېښو کې دووکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى.
نوموړي همداراز زياته کړه چې د کوچني اختر ورځو کې ترافيکي پېښې د پخوا اخترونو په پرتله له ٢٥-٣٠ سلنې ته لوړې شوې دي.
هغه له حد څخه په زيات سرعت د موټرونو چلول، د ترافيکي قوانينواو مقرراتو له پامه غورځول په ځانګړې توګه د موټرسايکل سپرو له خوا د ترافيکي پېښو زياتېدا لاملونه وبلل.
د هرات حوزوي روغتون مسوولين همدارا وايي چې له روان کال راهيسې تر اوسه څه باندې زرکسان د ترافيکي پېښو له امله ټپيان او ١٥ نور مړه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن