ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانانو د وېشلو هڅې بايد ونه شي”

“د افغانانو د وېشلو هڅې بايد ونه شي”

author avatar
28 Jun 2017 - 13:43
“د افغانانو د وېشلو هڅې بايد ونه شي”
author avatar
28 Jun 2017 - 13:43

ښرنه(پژواک،٧چنګاښ٩٦): د پکتيکا والي وايي چې افغانان سره وروڼه دي او په هېواد کې يې سوکالي او خوښي ګډ هدف دى نو د وېشلو هڅې يې بايد ونه شي.

دغه څرګندونې د پکتيکا والي الياس وحدت په مرکز ښرنه کې له ځوانانو سره د ليدنې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې د اختر په ورځو کې امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابير نيولي و، نو ځکه خلکو هم وکولى شول چې په ښه توګه خپلې مېلې او نور ټولنيز مراسم ترسره کړي.

هغه زياته کړه: (( د اختر په مېلو کې د ټولو يوځاى ګډون ثابته کړه چې افغانان وروڼه دي او په هېواد کې سوکالي او خوښي  يې لوى هدف دى.))

د وحدت په وينا، په اختر او نورو ورځو کې د افغانانو يوځاى ګډون او خوشحالي د هغه دښمن لپاره ښه ځواب دى چې د افغانانو د بېلتون هڅې کوي.

ده وويل: (( د افغانانو د وېشلو هڅې کله هم بايد ونه شي ځکه چې افغانان نه بېلدوونکي دي.))

دغه راز د مرکز ښرنې يو تن اوسېدونکي لطف الله پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو پرتله سږ کال د اختر په ورځو کې ښه امنيتي تدابير نيول شوي وو.

هغه زياته کړه: (( دا چې په ښرنه کې سږ کال امنيت ښه و، نو د اختر په ورځو کې له غزني او نورو ځايونو هم خلک دلته د مېلو لپاره راغلي وو.))

په ښرنه کې د غزني اوسېدونکي محمد اکبر پژواک ته وويل چې په غزني کې امنيتي ستونزې ډيرې دي، نو ځکه دوى د مېلو لپاره پکتيکا ته سفر کوي.

هغه وويل: (( امنيت خو په ټول افغانستان کې ښه نه دى، خو ځيني ځايونه بيا نسبي ښه دي چې سړى مېلې او يا هم چکر ته ورشي.))

دا په داسې حال کې ده چې له اختر نه وړاندې امنيتي ارګانونو د اختر په ورځو کې د کلکو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر ورکړى و.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.