ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې سيمه ييزو رسنيو  وده کړې

په خوست کې سيمه ييزو رسنيو وده کړې

author avatar
28 Jun 2017 - 10:46
په خوست کې سيمه ييزو رسنيو  وده کړې
author avatar
28 Jun 2017 - 10:46

خوست ښار (پژواک، ٧  چنګاښ ٩٦) : په خوست کې د رسنيو مسوولين وايي چې په دې ولايت کې سيمه ييز رسنيو وده کړې او شمېر يې مخ پر زياتېدو دی.

د دې ولايت د رسنيو مسوولين د رسنيو د ودې او پرمختګ عمده لامل د سوداګريزو اعلاناتو پرمټ له اقتصادي پلوه پر ځان بساينه بولي.

له ٢٠١٤ زږديز کال وروسته، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، د دې هېواد د نورو ولايتونو په څېر د خوست ډېرى رسنۍ هم له ډېرو مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ شوې.

په ډېری مواردو کې د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو د تړل کېدو اندېښنې هم موجودې وې، خو په دې وروستيو کې د سوداګريزو اعلاناتو پر مټ د دې ولايت د رسنيو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

ژورنالېست او ليکوال زاهدشاه انګار پژواک اژانس ته وويل چې که څه هم د سيمه ييزو رسنيو ترمنځ د سوداګريزو اعلاناتو د سيالۍ په اړه اوس هم ستونزه شته، خو د رسنيو اقتصادي ستونزې تر ډېره بريده هوارې شوې دي.

هغه زياته کړه :((دلته اعلاناتو ډېره وده کړې، هغه څوک چې نوی کاروبار پيلوي او يا خپل کاروبار ته پرمختګ ورکول وغواړي، د بازار موندنې لپاره ډېره تکيه اوس پرسيمه ييز رسنيو کوي.))

په دې وروستيو دوو مياشتو کې په خوست کې يوه خصوصي تلوېزيون، دوو ايف ايم راډيوګانو او يو شمېر چاپي مطبوعاتو، چې اوونيزې، مجلې او مهالنۍپه کې شاملې دي، تازه په خپرونو پيل کړی دی.

په دې سره ټولټال په خوست کې څلور سيمه ييز تلوېزونونه، لس ايف ايم راډيوګانې او شاوخواپنځلس بېلابېل ډوله چاپي خپرونې فعاليت لري.

ژورنالېست او ليکوال سخي سرور مياخېل، چې د غرغښت په نوم خصوصي تلوېزون چلوي، پژواک اژانس ته وويل، څه موده وړاندې يې د غرغښت په نوم د يوې ايف ايم راډيو خپرونې هم پيل کړې دي.

مياخېل وويل: ((د مطبوعاتواغېز پر ټولنه ډېر بارز دی. که مطبوعات دقيق کار وکړي نو ټولنه مثبت طرف ته سوق کولی شي. ډېرې راډيوګانې چې هغه د منفي خواوو لپاره تبليغات کوي، د خلکو اذهان ګډوډ کوي.))

په خوست کې د ساه مجلې په نوم د يوې چاپي خپرونې مسوول مدير محمدرحيم سکندر له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې خلک د خپل کاروبار د ودې او پرمختګ لپاره رسنيو ته اعلانونه ورکوي.

سکندر زياته کړه، چې هره مياشت درې زره ګڼې ساه مجله چاپوي او لګښت يې د سوداګريزو اعلاناتو او همدارنګه د همدې مجلې د خرڅلاو له لارې پوره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.