کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۶): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د افغانستان ځوانانو د مدني ټولنې غړو، په اختر کې د ښو امنيتي تدابيرو له امله امنيتي او دفاعي ځواکونه وستايل او ګلونه يې پرې وشندل.
په دې اړه نن د لسګونو چارواکو او امنيتي ځواکونو په ګډون کابل کې د حکومت د رسنيو په مرکز کې غونډه جوړه شوې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال ډاکټر کمال سادات په دې غونډه کې امنيتي او دفاعي ځواکونو ته وويل:" دا چې په تېر کوچني اختر کې کومه امنيتي پېښه رامنځته نه شوه، دا ستاسو د ښو کړنو نماينده ګي کوي؛ نو پر موږ هم لازمه ده چې ستاسو د ښو کړنو ستاينه و کړو او ومو نازوو."
سادات امنيتي ځواکونو ته په خطاب کې زياته کړه:"داسې فکر ونه کړئ چې تاسو يواځې ياست؛ موږ ټول ستاسو ملاتړ کوو او ستاسو قهرمانۍ او قربانۍ به هېڅکله هېرې نه کړو."
د افغانستان د مدني ټولنې مشر فردين فدايي هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو د هڅو او سرښندنو ستاينه وکړه او ويې ويل، د هر هغه چا پر وړاندې به ودريږي چې د يادو ځواکونو په اړه ناسمې څرګندونې کوي.
هغه وويل:"موږ افغانان يو، امنيتي او دفاعي ځواکونه هم د افغانستان د ټولو قومونو اړوند کسان دي؛ نو پر موږ لازمه ده چې د قومي، سمتي او مذهبي شخړو پر ځای د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړو، تر څو د هغوی روحيه لاهم لوړه او پياوړې شي."
د کورنيو چارو وزارت د امنيتي معينيت مرستيال او کابل کې د پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ سرپرست لوى پاسوال محمدسالم احساس د غونډې له جوړونکو مننه وکړه او د امنيتي ځواکونو په استازيتوب يې ژمنه يې وکړه چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به له خپل هېواد او خلکو ساتنه کوي.
دى وايي، امنيتي ځواکونه به نه يواځې اختر کې بلکې هر وخت به د امنيت د ښه ټينګښت لپاره هڅې کوي.
د ملي دفاع وزارت د کابل د ۱۱۱ مې فرقې قوماندان تورنجنرال عبدالنصير ضيايي د غونډې له جوړونکو مننه وکړه او ويې ويل چې له امنيتي او دفاعي ځواکونو د خلکو ملاتړ د هغوى د لابرياليتوب لامل ګرځي.
هغه د امنيتي او دفاعي ځواکونو په اړه د ځينو کسانو پر غيرمسوولانه څرګندونو نيوکه کوي او زياتوي:" ځينې شنونکي داسې غير مسوولانه څرګندونې کوي چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر روحيه ناوړه اغېز لري."
ضيايي هم د افغان ځواکونو له کړنو او سرښندنو د ستاينې تر څنګ د هغوی له کورنيو هم مننه کوي چې خپل اولادونه يې د هېواد خدمت ته وقف کړي دي.
د غونډې په پای کې د افغانستان د مدني ټولنې غړو پر افغان ځواکونو ګلونه وپاشل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن