ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې سيلابونو هټۍ او کورونه نړولي

خوست کې سيلابونو هټۍ او کورونه نړولي

author avatar
29 Jun 2017 - 15:32
خوست کې سيلابونو هټۍ او کورونه نړولي
author avatar
29 Jun 2017 - 15:32

خوست ښار(پژواک،٨چنګاښ٩٦): د خوست په دوو ولسواليو کې د سيلابونو له امله سلګونه هټۍ، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او يو شمېر کورونه نړېدلي دي.

د يعقوبيو ولسوالۍ ولسوال محمد اکبر ځدراڼ د چنګاښ په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازيګر پر صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ درې ساعته طوفاني باران وشو چې له امله سيلابونه راغلل.

هغه وويل، د خلبېسات په ښارګوټي کې، چې د خوړ دواړو غاړو ته پروت دی، شاوخوا دوه سوه هټۍ اوبو وړې او دوه د تېلو پمپونه او د سړک يوه برخه يې هم زيانمنه کړې ده.

ځدراڼ زياته کړه: ((تر اوسه د ځاني تلفاتو راپور نه دی راغلی، خو يو شمېر کورونه يې هم ويجاړ کړي دي. همدارنګه سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې هم تخريب کړې ده.))

په همدې حال کې  په خوست کې له پېښو سره د مبارزې ادارې سرپرست  انجنير شريف الله پژواک ته وويل، چې ددغه ولايت په مرکز او ځينو نورو سيمو کې يې هم د يو شمېر کورونو د ويجاړېدو راپور ترلاسه کړی دی.

د هغه په وينا، د پروني باران په پايله کې سيلابونه راغلي چې د زيانونو د معلومولو لپاره يې پلاوى ټاکل شوى او سروى يې پيل کړې ده.

شريف الله وويل: ((د نورو کلونو په پرتله سږکال زموږ امکانات ښه دي. نور کلونه موږ ته وزارت درې ميليونه افغانۍ راکولې، سږکال يې له پېښو سره د مبارزې لپاره پنځه ميليونه افغانۍ راکړې دي.))

 دغه راز هغه زياته کړه چې تر اوسه د يادو طبيعي پېښو په پايله کې د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.