ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د لارو تړل کېدو خلکو ته ستونزې جوړې کړي

ننګرهار کې د لارو تړل کېدو خلکو ته ستونزې جوړې کړي

author avatar
29 Jun 2017 - 16:59
ننګرهار کې د لارو تړل کېدو خلکو ته ستونزې جوړې کړي
author avatar
29 Jun 2017 - 16:59

جلال اباد(پژواک، ۸ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي په دې ولايت کې د عمومي لارو د تړل کېدو له امله شکايت کوي او زياتوي چې هرڅه بايد ژر دغه لارې د ترافيکو پرمخ بېرته پرانيستل شي.

له جلال اباد ښار څخه تورخم ته تلوونکي مسافر او د جلال اباد ــ تورخم پر لویه لاره د ۱۱ ولسوالیو مېشت اوسېدونکي شکایت کوي چې د هوایي ډګر مخې  ته د عمومي سړک تړل کېدو ستونزو سره مخ کړي دي.

دا عمومي سړک تر هغه وروسته د موټرو د تګ راتګ پرمخ وتړل شو چې د روژې په لومړۍ اوونۍ کې د هوايي ډګر د ساتونکو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید وشو.

دغه راز د ولایت مخې ته د افغانستان بانک له مخې تر پښتونستان واټ هم لاره پر ولایت د بريدونو د خبرداري له امله له يوې مياشتې راهيسې تړل شوې ده.

تورخم ته تلوونکې يوې عمر خوړلې مېرمنې، چې سختې ګرمۍ او د لارې تړل کېدو له امله اوږده مزل ستړې کړې په خورا تونده لهجه پر مسوولینو نیوکې وکړې.

هغې وويل، حکومت یوازې د ځان په فکر کې دی، نور د هېچا د ستونزو په فکر کې نه دي.

جان محمد د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی هغه وايي چې د هوايي ډګر مخې ته د عمومي سړک تړل کېدو وروسته اوس پر پورته سړک تګ راتګ کوي چې یاده لاره اوږده او له امنیتي اړخه ډاډمنه هم نه ده.

نوموړی پر حکومتي مسوولینو نیوکه کوي چې د خلکو امنیت ساتلو ته یې پاملرنه کمه ده؛ خو ډېر کله د ځان ساتنې په هدف تدابیرو کې ولس ته زیان رسوي.

دغه راز د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکی غلام جان هم غوښتنه کوي چې حکومت دې د دغې ستونزې په حل کې اقدام وکړي.

هغه غوښتنه وکړه: (( د میدان هوايي له لومړۍ دروازې تر ګمرګ پورې سړک د موټرو پر مخ بند دی  موږ یې سختو مشکلاتو سره مخ کړي یو له چارواکو هیله لرو چې دا لاره د خلکو پرمخ خلاصه کړي.))

موټر چلوونکي هم د ننګرهار هوايي ډګر مخې د سړک تړل کېدو په اړه اندېښنه لري او وايي چې  په ساعتونو، ساعتونو مزل وروسته په فرعي سړکونو سفر ستونزو سره مخ کړي.

دوی وايي، د هوايي ډګر  مسوولینو له لوري د لارې بندېدو له امله پر اوږدو لارو تګ راتګ  دوی ته د اقتصادي زیان سربېره سردردى هم دى.

د تورخم لين موټر چلوونکي سيد اصغر وايي: (( دلته یې لاره بنده کړې ده او موږ سره سورلۍ ناسته وي او هغسې په اوږده لاره په رینګ روډ باندې تاویږو، په هغې لاره امنیت هم نشته دی حکومت  نه مو غوښتنه داده چې دغه عمومي سړک د خلکو پر مخ خلاص کړي.))

دغه راز د جلال اباد ښار اوسېدونکي بيا د ښار په زړه او د ولايت مخې ته د لارې تړل کېدو له امله له ستونزو سره مخ دي.

د څلورمې ناحيې اوسېدونکی احمد ضيا شکايت کوي چې د ولايت د مخې لارې  تړل کېدو ټول ښار له ګڼې ګوڼې ډک کړی دی.

هغه  وويل: ((که بهسودو ته ځې نو له پښتونستان واټ به تېرېږې، مخابراتو ته به، بيا له هغه ځایه تر درمسال چوک اوړې او اطلاعاتو او فرهنګ سره به راګرځې، نو د دې هر چوک ګڼه ګوڼه، چې هغه يوځای ته راټولېږي تر ساعتونو ساعتونو به انتظار کوې.))

چارواکي دې پوښتنو ته ځواب کې چې ولې عمومي لارې د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل کیږي وايي چې دا اقدام د امنیتي تدابیرو په هدف د لنډې مودې لپاره ترسره کیږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پژواک ته وویل، له دې وړاندې پر دغې لارې د هوایي ډګر مخې ته د چاودنو او امنیتي پېښو له امله ولس ته زیان رسېدلی دی؛ ځکه کله چې ګواښ موجود وي لنډ مهالي تدابیر نیول کیږي.

نوموړي زياته کړه: (( ددې لپاره چې ولس ته زیان رامنځته نه شي ځینې تدابیر نیول کیږي دا په دې مانا نه ده چې حکومت خلکو ته ستونزې رامنځته کوي.))

د والي وياند دغه راز د ولايت د مخې لارې تړل کېدل هم امنيتي ننګونې په ګوته کوي او وايي، د اختر د ګڼې ګوڼې تر ختمېدو وروسته به لار  پرانيستل شي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.