کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٦): امريکايي سناتوران وايي چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول مهم دى، خو افغان حکومت تر دې مخکې ويلي و چې په سوله کې نور له پاکستانه مرسته نه غواړي.
د امريکا د مشرانو د مهم غړي او د ولسمشرۍ پخواني کانديد سناتور جان مکين په مشرۍ د سناتورانو يو پلاوى پاکستان ته تللى دى.
دغه پلاوي د پاکستان د پوځ له مشر، په بهرنيو چارو کې د لومړي وزير له سلاکار سرتاج عزيز او يو شمېر نورو مشرانو سره ليدل کړي دي.
د راپورونو له مخې، د دې ليدنو پر مال سناتور جان مکين ويلي چې د افغانستان په سوله او ثبات کې د پاکستان رول مهم دى او د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کې سوله ناممکنه ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امريکايي پلاوي له سرتاج عزيز سره د ليدنې پر مهال پر افغان او کشمير موضوعاتو هم خبرې وکړې.
سناتور مکين ويلي: ((پاکستان ته بايد ډاډ ورکړل شي چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه هم ده.))
تر دې مخکې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال هم ويلي وو چې د افغان سولې لپاره تر پاکستان بل هېڅ هېواد ښه اسانتيا نه شي برابرولى.
خو ولسمشر اشرف غني د کابل له وروستيو بريدونو وروسته په ډاګه اعلان کړ چې افغانستان نور د سولې په موضوع کې له پاکستان څخه مرسته نه غواړي.
ولسمشر غني همدا راز پرون د سولې عالي شورا د نوي مشر کريم خليلي د معرفۍ په مراسمو کې وويل چې افغانستان له پاکستانه مرسته نه غواړي، بلکې غواړي له پاکستان سره سوله وکړي.
ټاکل شوې ده چې له پاکستان څخه وروسته امريکايي سناتوران کابل ته سفر وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن