کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د پاکستان د نوي سفیر زاهد نصرالله خان باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه او هغه ته يې د برياليتوب هيله وکړه.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د باورلیک د وړاندې کولو په دغو مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شول، زاهد نصرالله خان د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف نېکې هیلې جمهور رئیس ته وړاندې کړې.
سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د پاکستان نوي سفیر ته په دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.
سرچينه زياتوي، د پاکستان نوي سفیر په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت په پیلولو خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د خپل ماموریت پر مهال به کوښښ وکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ مناسبات پراخ کړي.
تر دې وړاندې ابرار حسين په کابل کې د پاکستان د سفير په توګه دنده پر مخ وړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن