ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشعل: ځیني سیاستوال د کرکټ بورډ په چارو کې لاسوهنې کوي

مشعل: ځیني سیاستوال د کرکټ بورډ په چارو کې لاسوهنې کوي

author avatar
6 Jul 2017 - 15:47
مشعل: ځیني سیاستوال د کرکټ بورډ په چارو کې لاسوهنې کوي
author avatar
6 Jul 2017 - 15:47

کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ځيني چاروکي او سياستوال د کرکـټ په چارو کې پر لاسوهنې تورن کړل او د هغوی د نومونو د افشا کولو ګواښ يې وکړ.

دغه څرګندونې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د چنګاښ په ١٥مه د تېرو شپږو مياشتو لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

عاطف مشعل وويل، د خپلې ګومارنې په لومړيو کې له خلکو سره ژمنه کړې چې د خپلو لاسته راوړنو او کارونو په اړه ورته راپور ورکوي.

نوموړي زياته کړه، لومړی کار يې دا و چې د ادارې پر جوړښت يې کار پیل کړ، دلته تصویب شوې اساسنامه نه وه، خو دا له نړیوالو اصولو سره د برابرۍ لپاره تر ټولو مهم کار و او د دې تر څنګ دا د بشپړ غړیتوب لپاره هم اړينه وه.

مشعل وايي: ((موږ په بېلابېلو برخو کې پاليسيو ته ضرورت درلود، تر څو د کرکټ نړیوالې شوار ته ورباندې قناعت ورکړو چې زموږ اداره له هره اړخه یوه معیاري او مسلکي ده.))

د کرکټ بورډ رييس وويل چې د هلو ځلو په پایله کې يې درې کلنه عملي منسجمه او ګټوره ستراتیژي ترتیب کړه چې له مخې یې د کرکټ بورډ د هرکال کاري پلان په نظر کې ونیول شو.

دى وايي، همدا ډول د ډسپلین او غوراوي خپلواکې کمېټې جوړې شوې، تر څنګ یې د تشکیل په اساسي ډول ارزونه او نوی تصویب شوی تشکیل جوړ شو چې په ښکاره توګه د مسوولیتونو او صلاحیتونو تفسیر لري او په دې ترڅ کې نوې مقررۍ چې پنځه د ماسټرۍ تر کچې پورې وې، ګومارنې وشوې.

د عاطف مشعل د وینا له مخې، د تاسیساتو لپاره ځانګړی درې کلن تاسیساتي پلان جوړ شو چې په دې کې د لوګر، ننګرهار بهسودو او پکتیکا لوبغالي افتتاح شول، د هلمند، زابل لوبغالو قراردادونه لاسلیک شول او د لغمان د لوبغالي لپاره یو میلیون ډالر نور پیدا شول.

هغه وايي، سربېره پر دې، د پنځو ملي اکاډمیو لپاره بودیجه پیدا شوه او د کال په اوږدو کې به پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ريیس وويل، په تېرو شپږو میاشتو کې بل ښه خبر دا و چې د لومړي ځل لپاره شپږیزه کرکټ لیګ لوبډلې او لوبغاړي داوطلبۍ ته وړاندې شول او یو سلو پنځوس میلیونه افغانۍ پانګونه ورباندې وشوه چې دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې بریالی او ستر ګام و.

خو مشعل وايي، د دې تر څنګ مو خصوصي لیګونو ته ځانګړې پاملرنه او وده ورکړه چې په تېره لنډه موده کې درې لیګونه، سوله لیګ، میلیون جام او رمضان جام ترسره شول.

نوموړي زياته کړه چې ملي لوبډلې ته یې دوه نور روزونکي وګومارل، د ملي لوبډلې مالي امکانات زیات شول، د لومړي ځل لپاره اتیا لوبغاړو ته قردادونه ورکړل شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.