کابل (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦):د حکومت اجراييه مشر د آسيا د مرکزي زون په سياليو کې د هېواد د فوټبال د" ١٥کلنو" ملي ټېم د ستاينې تر څنګ وويل چې د فوټبال فدراسيون د ملي ستونزو تر بنسټيز حل پورې د دغه ټېم لګښت د حکومت د اجراييه رياست پر غاړه وي.
د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د هېواد د " فوټبال د ١٥کلنو" له ملي ټېم څخه چې د اسيا د مرکزي زون د فوټبال په سياليو کې اتلولۍ ته رسېدلى، ستاينه او قدرونه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان د فوټبال د ١٥کلنو ملي ټېم، خپل هېواد او خلکو ته ډېر ستر وياړ ورپه برخه کړى دى.
د هېواد د فوټبال د ١٥ کلنو د ټېم مربي، سيد هادي کاظمي په دې غونډه کې وويل: "په تش لاس او له امکاناتو پرته د اسيا د مرکزي زون سياليو ته ولاړو او بريالي او اتل بېرته راغلو."
د فوټبال فدراسيون تخنيکي مرستيال يوسف کارګر وويل چې د اسيا د مرکزي زون په سياليو کې د هېواد د فوټبال د ١٥کلنو د ټېم اتلولي چې د ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان قوي هېوادونو ټېمونو په کې شتون درلود، په اسانه او ساده نه ده ترلاسه شوې.
کارګر د دې په بيانولو سره چې د فوټبال فدراسيون نړيوالو ته د هېواد د فوټبال وړتياوې ثابتې کړې، زياته يې کړه چې فوټبالرانو او ورزشکارانو تل په اسيا او نړۍ کې د افغانستان مثبته څېره نندارې ته وړاندې کړې ده.
د فوټبال فدراسيون تخنيکي مرستيال د فوټبال په برخه کې د امکاناتو پر نشتوالي او دغه راز په دې برخه کې پر سياسي او ګوندي مداخلو نيوکه وکړه او د هېواد له اجراييه مشر څخه يې وغوښتل چې د سياستوالو او د پارلمان د غړو د مداخلو مخه دې ونيسي.
هغه په ډاګه کړه چې فوټبال بايد سياسي او ګوندي نه شي؛ ځکه د فوټبال د ملي ټېم لاسته راوړنه د افغانستان پر ټولو خلکو پورې اړه لري او په ملي ټېم کې د هېواد له ټولو ولايتونو او قومونو څخه شتون لري.
يوسف کارګر د دې په بيانولو سره چې د فوټبال فدراسيون د اسيا د مرکزي زون هېوادونو د فدراسيونونو لس سلنه امکانات نه لري وويل چې د امکاناتو نه شتون، د فوټبال د ودې بهير له ننګونې سره مخ کړى دى.
د ملي ټيم له لوبغاړو څخه دوه تنه، فردوس شېرزاد او علي زاهدي هم د خپلو ټېمونو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل چې بهرنيو سياليو ته له تګ وورسته، په خپلو ښوونځيو کې له ستونزو سره مخ کېږي.
د هېواد اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د فوټبال فدراسيون د غړو او د ١٥کلنو د ملي ټېم د لوبغاړو د ليدلورو او نظرونو تر اورېدو وروسته وويل: "موږ خبر يو چې تاسو په کومو شرايطو او په کومو امکاناتو او اسانتياوو سره خپل هېواد او خلکو ته اتلولي راوړه."
د حکومت اجراييه مشر ژمنه وکړه چې د فوټبال فدراسيون د مالي ستونزو تر اساسي حل پورې، د هېواد د فوټبال ١٥کلنو ملي ټېم لګښت به د هېواد اجراييه رياست پر غاړه واخلي.
هغه د افغانستان د فوټبال لاسته راوړنو ته په اشارې سره وويل چې د فوټبال فدراسيون په فيفا کې لوړ باور لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن