ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ځغاستي سیالي ترسره شوه

غزني کې د ځغاستي سیالي ترسره شوه

author avatar
11 Jul 2017 - 16:23
غزني کې د ځغاستي سیالي ترسره شوه
author avatar
11 Jul 2017 - 16:23

غزني ښار (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦): په غزني ښار کې د ٣٠ لوبغاړو ترمنځ د پنځه کيلومتره ځغاستې سيالي ترسره شوه.

د دې سياليو په اړه د غزني د المپيک امر پادشاه خان هژبر د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالي د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې ترسره شوې.

ده زياته کړه: ((منډه له المپيک امريت څخه پيل، د اسلامي ثقافت تر مرکزه او له هغه ځايه بېرته تر المپيک ارادې پوره وه چې ټول پنځه کيلومتره کېږي.))

د هژبر په وينا، دغه سيالي له نشه يي توکو سره د مبارزې د ملي بسیج اوونۍ په موخه په لاره اچول شوې وې.

د غزني د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس عنايت الله رفعت پژواک ته وويل چې د دې سيالۍ مالي لګښت د دغه رياست له لوري ورکول شوى دى.

ده وويل چې په دې وروستيو کې په غزني کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى دى.

هغه زياته کړه: ((نو موږ کوښښ کوو چې د ورزش او يا هم نورو لارو په وسيله ځوانان له نشه يي توکيو څخه وګرځوو.))

دغه راز د دغو سياليو لومړي مقام ګټوونکي ولي زاده پژواک ته وويل چې د دغه شان سياليو په لاره اچول د ځوانانو پر روحيې مثبت اغېز کوي.

هغه وايي: ((په غزني کې ډېر ځوانان پر نشه يي توکو اخته دي، که د ورزش زمينه ورته برابره شي نو ډېر ځوانان به له مخدره موادو څخه خلاص شي.))

ولي زاده د غزني د المپيک کمېټې له چارواکو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې هم ورته نورې سيالۍ ترسره کړي.

د ځغاستې په پاى کې د لومړي مقام محمد ولي، دويم بشير محمد او درېيم مقام ګټوونکي رحيم الله ته مډالونه او پاتې نورو ګډون کوونکو ته يوه يوه جوړه جامې ورکړل شوې. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.