ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيمروز کې د غنمو او وربشو حاصلات زيات شوي

نيمروز کې د غنمو او وربشو حاصلات زيات شوي

author avatar
11 Jul 2017 - 14:58
نيمروز کې د غنمو او وربشو حاصلات زيات شوي
author avatar
11 Jul 2017 - 14:58

زرنج (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦): د نيمروز ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د غنمو او وربشو حاصلات دوه برابره لوړ شوي او ډېر ښه کيفيت لري، خو بزګران بيا دوى ته د غنمو حاصلاتو د بازار نه شتون له امله شکايت کوي.

د نيمروز ولايت د مالدارۍ او اوبو لګولو ادارې مشر محمد اکبر شريفي له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې ټولو کرنيزو محصولاتو په ځانګړي ډول غنمو ښه حاصلات درلودل.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال بزګرانو په ټوليز ډول له خپلو ځمکو ٢٥ زره ټنه غنم او اوربشې راټولې کړې، خو سږ کال بزګرانو په دغه ولايت کې ٦٠ زره ټنه اوربشې او غنم ترلاسه کړي، چې د تېر کال په پرتله له دوه برابره زيات زياتوالى په ګوته کوي.

نوموړي د کال په وروستيو کې د ډېرو بارانونو ورښت او د کرنيزو افتونو نه شتون د حاصلاتو زياتېدو او غوره کيفيت لاملونه وبلل او ويې ويل، چې تېر کلونه د هلمند او خاشرود سيندونو په کال کې درې مياشتې اوبه درلودې، خو سږ کال د دغو سيندونو اوبو سږ کال پنځه مياشتې دوام وکړ، چې خلکو له دغو اوبو ډېره ښه ګټه پورته کړه او له امله يې کرنيز حاصلات هم زيات شوي دي.

نيمروز کې په لړم او ليندۍ مياشتو کې غنم او وربشې کرل کېږي او په غويي مياشت کې حاصلات ورکوي او د حاصلاتوراټولول يې د غبرګولي مياشتې تر پايه پورې دوام مومي.

همدارنګه بزګران هم د غنمو حاصلاتو له زياتېدو او غوره کيفيت خوښ دي، خو وايي چې په نيمروز ولايت کې غنم ښه بازار نه لري او ډېرى خلک يې له پاکستان، ترکمنستان او قزاقستان څخه له وارد شوو اوړو ګټه پورته کوي.

د دغه ولايت د چخانسور ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ٤٠ کلن محمد سرور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر کال يې پر لس جريبه ځمکې غنم کرلي وو، چې دوه ټنه حاصلات يې ترې ترلاسه کړل، خو سږ کال يې بيا پر شپږ جريبه ځمکې غنم کرلي او دا دى پنځه ټنه غنم يې ترې ترلاسه کړي دي.

هغه وويل: "سږ کال بارانونه ښه وو، ان د خاشرود سيند چې له چخانسور تېريږي؛ پنځه مياشتې اوبه درلودلې او دا کار د دې لامل شو، چې زموږ غنم افت ونه هي او حاصلات يې زيات شي."

هغه زياته کړه، سږ کال نه يوازې د دوى بلکې د ټولو خلکو پټيو غوره حاصلات درلودل.

خو هغه زياته کړه: "له بده مرغه د نيمروز خلک د وطني غنمو له اوړو ګټه اخلي، يوازې د نيمروز د ولسواليو خلک د غنمو له اوړو ګټه پورته کوي او د زرنج ډېرى خلک له وارداتي اوړو ډوډۍ پخوي، چې له امله يې د نيمروز خلک د خپلو غنمو لپاره بازار نه لري."

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ ادارې مشر ومنله، چې اوسمهال له بده مرغه ډېرى خلک له بهر وارد شوو اوړو ګټه پورته کوي.

د نيمروز ولايت د کرنې رياست د معلوماتو پر بنسټ، د دوى د اټکل له مخې د نيمروز ټولټال نفوس ٥٠٠ زره کسانو ته رسيږي او هرکس په يوه کال کې ١٦٠ کيلوګرامه اوړه لګوي او د يادې ادارې د اټکل پر بنسټ، سږني ترلاسه شوي محصولات د ياد ولايت د خلکو لپاره بساينه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.