ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې پاکولو چارې پيل شوې

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې پاکولو چارې پيل شوې

author avatar
12 Jul 2017 - 15:02
د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې پاکولو چارې پيل شوې
author avatar
12 Jul 2017 - 15:02

جلال اباد (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۶): د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د پاک او زرغون ښار تر عنوان لاندې د دغه ښار د لومړۍ ناحيې د پاکولو او ځينو برخو د بيارغونې چارې پيل شوې.

د ښاروالۍ مسوولين وايي چې د ښار لومړۍ ناحيې د پاکولو دغه پروګرام به يو کال وخت ونيسي او يو اعشاريه يو ميليون ډالر لګښت به پرې راشي.

د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجنير حکيم الدين عمرخېل د چنګاښ په ۲۱مه د ياد پروګرام د پرانيستي پر مهال پژواک اژانس ته وويل، دغه پروګرام نه يوازې د ښارپاکولو کې مهم رول لوبولی شي، بلکې ګڼو ځايي خلکو ته به د کار زمينه هم برابره کړي.

نوموړي زياته کړه، پاک او زرغون ښار پروګرام خلکو ته د کار پيدا کېدو تر څنګ د ښار پاکوالي، بيا رغونه او سمسورتيا کې هم رول لوبولی شي.

دی وايي، ياد پروګرام د ولسمشر د ځانګړې طرحې له مخې جوړ شوی او موخه يې په ښارونو کې ښاريانو ته د ښو او منظمو خدماتو وړاندې کېدو تر څنګ د ښارونو پراختيا او ښار مېشتو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

د عمرخېل په وينا، ياد پروګرام تر دې وړاندې د ښار په څلورمه ناحيه کې هم پيل شوی او د ښار د مهمو واټونو پاکوالي ته يې هم توجه شوې ده.

سرپرست ښاروال وويل، د دې پروژې مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د هبيتات موسسه کوي او تخنيکي چارې يې د ښاروالیو پر غاړه دي.

د يو اين هبيتات ادارې استازي انجينر محمد نادر څرګند وويل چې پر يادې پروژې چې يو کال به دوام وکړي، يو اعشاريه يو ميليون ډالر لګښت راځي.

دی وايي، پروګرام به سلو کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړي چې له ډلې به يې لس مېرمنې وي او هغوی به يوازې د عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي.

د څرګند د معلوماتو له مخې، د دې پروژې هر کارمند ته د ورځې شپږ امريکايي ډالر ورکول کېږي چې لږ تر لږه د يوې وړې کورنۍ ورځنی لګښت پوره کوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حبيبې کاکړ وويل چې که له يوې خوا ښاروالۍ دا ډول پروژې پلې کوي؛ نو له بلې خوا بايد ښاريان هم ځان د ښار پاکوالي کې مکلف وګڼي او سمه ونډه په کې واخلي.

هغې زياته کړه: ((دا د هر ښاري وظيفه ده چې ښار پاک وساتي، که ښاروالۍ هر څومره هڅې وکړي، هر سهار ښار پاک کړي، ويالې پاکې کړي؛ خو که ښاريان نظافت مراعات نه کړي؛ نو ښار نه شي پاکېدلی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.