ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميانو کې د “کچالو ګل” دوه ورځنۍ مېله جوړه شوه

باميانو کې د “کچالو ګل” دوه ورځنۍ مېله جوړه شوه

author avatar
13 Jul 2017 - 16:14
باميانو کې د “کچالو ګل” دوه ورځنۍ مېله جوړه شوه
author avatar
13 Jul 2017 - 16:14

کابل (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): په باميانو کې کچالو ته د بازارموندنې په موخه د کچالو ګل مېله جوړه شوه.

د باميانو والي محمد طاهر زُهير د يادې مېلې پرانيستغونډې ته وينا کې وويل: ((له کچالو ګل مېلې مو موخه د دغه محصول معرفي او د مارکېټ موندنه ده، موږ غواړو چې کچالو د باميانو وياړ کړو.))

د مشرانو جرګې غړي قيس وکيلي د کرنې له وزير وغوښتل چې د باميانو کروندګرو ته دې د متوازنې پراختيا او ملاتړ په برخه کې پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه چې د کچالو د محصول له ستونزو يوه هم داده چې نه يې مارکېټ شته او نه هم په باميانو کې د ساتنې ځاى لري.

وکيل زياته کړه، په داسې حال کې چې د افغانستان اتيا سلنه کچالو له باميانو ترلاسه کېږي، خو د حاصل ټولولو پر مهال يې د عرضې او تقاضا برخه کې ستونزې پيدا کېږي او په ډېره ټيټه بيه پلورل کېږي.

په ولسي جرګه کې د باميانو د خلکو استازي محمد اکبري په دې ولايت کې کچالو د کښت مخينه نيمه پېړۍ وبلله او وويل چې د باميانو ٨٥ سلنه اوسېدونکي کروندګر دي، د کرنې وزارت دې له هېواده بهر ورته بازار پيدا کړي، څو د کروندګرو ګټې خوندي شي.

د ولسي جرګې دغه غړي وويل: ((دا د باميانو يوازېنى صادراتي محصول دى چې ګټه يې مخامخ د کروندګرو جېب ته ورځي، زرګونه کورنۍ له دې لارې خپلې اړتياوې پوره کوي.))

د باميانو د مرکز يوه بل کروندګر احمد بېګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کچالو ګل مېله کولى شي چې د دغه محصول په بازارموندنه کې مثبت تاثير ولري.

هغه زياته کړه چې د کچالو د کښت او پلور په برخه کې ګڼې ستونزې شتون لري او دولت بايد پاملرنه ورته وکړي.

د کچالو ګل مېله د باميانو مرکز کې د دوو ورځو لپاره جوړه شوې چې د حکومت چارواکو، د ملي شورا غړو، کروندګرو او د ولايت سلګونه اوسېدونکو په کې ګډون کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.