پل علم (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦) : په لوګر ولايت کې د ۴۵ ميليونه افغانيو په لګښت يو ستر عصري او مجهز جمنازيوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ۵۰۰ کسانو په ظرفيت دا جمنازيوم په دوو پوړو کې جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه چې د دغه جمنانزيم د پرانيستې په مراسمو کې والي محمد حليم فدايي د بدني روزنې او ورزش د لوی ریاست استازوو، ځايي مسوولينو او لوبغاړو برخه اخيستې وه.
د والي وياند وايي چې دغه جمنازیوم په یونیم جریب ځمکه کې د بدني روزنې او سپورت لوی ریاست په مالي لګښت په دوو کالونو کې د ۴۵ میلونه افغانیو په لګښت جوړ شوى دى.
د نوموړي په وينا، جمنازيم کې ١١ خونې ، يو لوی هال جوړ شوى، چې له کرکټ پرته پکې ګڼ شمېر لوبې به کېږي.
د لوګر والي محمد حليم فدايي، د دې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل چې د دې ولايت لوبغاړو پخوا د لوبو لپاره معياري ځاى نه درلود.
هغه زياته کړه چې دې پروژې پرانستې سره به اوس د دغه ولايت لوبغاړي وکولى شي چې په ټولو عصري وسايلو او اسانتياوو سمبال جمنازيم څخه ګټه پورته کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن