کندهار (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۶): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې او له دې سره په روان کال کې د هېواد په کچه د پولیو پېښې پنځو ته ورسېدې.
په کندهار کې د ملګرو ملتونو د یونیسیف (UNICEF) ادارې د عامه اړیکو مسوول کمال شاه د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیو دغه تازه پېښه د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ په باختو سیمه کې ثبت شوې ده.
هغه زیاته کړه، له دې سره په کندهار کې د پولیو د پېښو شمېر ۲ ته ورسېد چې یوه تر دې وړاندې د کندهار ښار د لویې ویالې په سیمه کې ثبت شوې وه.
د ده په خبره، دغه ماشومه اتلس میاشتې عمر لري چې یوازې ۴ ځلې یې د پولیو واکسین ترلاسه کړی، خو له دې وروسته یې واکسین نه دی اخیستی.
کمال شاه وايي، دغه پېښه په کندهار ښار کې د پولیو له شته ویروس سره تړاو لري چې په دې وروستیو کې دغلته تثبیت شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه ماشومه له هغه وروسته د ګوزڼ پر ناروغي اخته شوې چې کور ته یې د کندهار ښار له لويې ویالې سیمې څخه دوستان مېلمانه ورغلي وو.
دی زیاتوي، له دې سره په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې ۵ ته ورسېدې چې ۲ په کندهار، ۲ په هلمند او ۱ په کندوز ولایت کې ده.
د ماشومانو د ګوزڼ پېښو د ډېرېدو یو لامل دا دی چې وسله والو طالبانو د کندهار په ځینو ولسوالیو کې پر واکسیناسیون بندیز لګولی دی.
په دې اړه د کندهار د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو په شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز او سپین بولدک ولسوالیو کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی.
سرچینې زیاته کړه، وسله والو طالبانو د واکسین پروګرام مسوولینو ته ځینې شرطونه وړاندې کړي چې د پولیو د واکسیناسیون په پروګرام کې باید د دوی اړوند کسان په دندو وګومارل شي اوپه دې پروګرام کې دې له دولت سره تړاو لرونکي کسان له دندو لرې کړای شي.
د دغې سرچینې په وینا، د پولیو واکسیناسیون پروګرام مسوولینو د دغې ستونزې د حل په موخه هڅې پیل کړې دي.
په دې اړه د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال وویل، یوازې دومره وویل چې د واکسین د کمپاینونو پر مهال ځینې ستونزې شته چې دوی یې د هواري لپاره کار کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن