ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع وزارت اړوند ۱۴ معلول لوبغاړي د لوبو لپاره کاناډا ته ځي

د دفاع وزارت اړوند ۱۴ معلول لوبغاړي د لوبو لپاره کاناډا ته ځي

author avatar
15 Jul 2017 - 17:18
د دفاع وزارت اړوند ۱۴ معلول لوبغاړي د لوبو لپاره کاناډا ته ځي
author avatar
15 Jul 2017 - 17:18

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ۹۶): د افغانستان ملي دفاع وزارت د واليبال، وزن پورته کولو او رولېنګ د برخو ١٤ معلول لوبغاړي کاناډا کې د ١٧ هېوادونو په ترسره کېدونکو لوبو کې برخه اخلي.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، ياد کسان چې ټول د ملي دفاع وزارت افسران او سرتېري وو، د راتلونکې ډسمبر مياشتې په ۲۱مه کاناډا ته روانېږي.

هغه د پوځي دندو پر مهال د يادو کسانو مېړانې وستايلې او هيله يې څرګنده کړه چې دغه کسان به د لوبو پر مهال هم برياوې ترلاسه کړي.

د لوی درستيز مقام د سپورتي لوبو امر ‌ډګروال محمداشرف وويل، ياد ۱۴ تنه د هغو ۷۰ معلولينو له منځه ټاکل شوي چې يوه نيمه مياشت وړاندې په سياليو کې ښه ځليدلي دي.

د معلولينو په استازيتوب متقاعد جګړن احمدشاه چې څلور کاله وړاندې يې کونړ کې د ماين چاودنې له امله دواړې پېښې له لاسه ورکړې وايي:"زما په اند معلوليت ذلت نه بلکې وياړ دی، او زه وياړم چې د هېواد د خدمت لپاره مې خپلې پښې له لاسه ورکړې."

هغه زياته کړه، تر معلول کېدو وروسته يې د ناستې واليبال ته مخه کړې او تر اوسه يې په دوو نړيوالو سياليو کې ونډه اخستې ده.

وزيري په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۲ ولايتونو کې عملياتو پر مهال ۶۰ تنه وسله وال مخالفين وژل شو، ۲۰ تنه ټپيان او دوه ژوندي نيول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.