ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار له طب پوهنځي لسګونه کسان فارغ شول

د ننګرهار له طب پوهنځي لسګونه کسان فارغ شول

author avatar
15 Jul 2017 - 16:01
د ننګرهار له طب پوهنځي لسګونه کسان فارغ شول
author avatar
15 Jul 2017 - 16:01

جلال اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار پوهنتون رييس وايي چې له طب څخه فارغ شوي محصلين کولى شي د بورسونو له لارې په امريکا کې د تخصص لوړې زده کړې وکړي.

د پوهنتون رييس ببرک مياخېل دغه څرګندونې د چنګاښ په ٢٤مه له طب پوهنځي څخه په پنځوسمه دوره کې د ۱۹ نجونو په ګډون د ۱۱۴ کسانو د فراغت مراسمو ته وکړې.

يادو کسانو ته په تېرو اوو کلونو کې د دولتي ستاژ دورې (عملي کار) تر څنګ بېلابېلې نظري زده کړې ورکړل شوې چې له دې وروسته په ټولنه کې د ډاکټر په توګه دنده ترسره کولی شي.

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي رييس پوهنمل يحي فهيم وويل چې په تازه فارغ شوو کې تر ۲۵ داسې فارغان هم لري چې د کدر نومره يې وړې او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د طب پوهنځي د استاد په توګه دنده ترسره کولی شي.

هغه پر تازه فارغ شوو ډاکټرانو غږ وکړ چې د زده کړو پر مهال لوستي طبي اخلاق دې د دندې پر مهال عملي کړي او د خپلې سپينې چپنې په څېر دې خپل زړه او ځان هم سپين وساتي او دوست او دښمن ته دې د يو ډاکتر په توګه يو شان خدمت وکړي.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل وويل چې يادو محصلينو په ډېرو سختيو کې د دغه پوهنتون د فراغت سند ترلاسه کړی؛ خو بختور يې ځکه وګڼل چې په وينا يې کولی شي د يو نوي بورس له لارې په امريکا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ د امريکا له پوهنتون سره هوکړه کړې، د هغه پوهنتون مسوولينو ما سره د يو افغان په مرسته اړيکه نيولې او د ننګرهار د طب پوهنځي فارغان تر دې وروسته کولی شي چې هلته ماسټري وکړي، تخصص وکړي، پي اېچ ډي وکړي؛ خو په دې شرط چې د هغه پوهنتون په درېيو لومړنيو ازموينو کې بريالي شي.))

د پوهنتون رييس د فارغ شوو زده کوونکو له کورنيو مننه وکړه چې پر ځان يې سختې تېرې کړې او اووه کاله يې خپل اولادونه زده کړو ته پرېيښي او دغه راز يې پر فارغ شوو ډاکټرانو غږ وکړ چې خپلو لا نورو زده کړو ته دې پاملرنه وکړي.

تازه فارغ شوي ډاکټران خوښ دي چې تر اووه کلونو سختو زده کړو وروسته ورته د فراغت سند ورکول کېږي؛ خو وايي، حکومت دې ورته په دولتي کچه د دندې زمينه برابره کړي.

د پروان ولايت اوسېدونکی تازه فارغ شوی سيد مسعود وايي چې حکومت دوی ته دې په دولتي روغتونونو او کلينکونو کې د دندې چانس ورکړي او هم دې دوی ته د لا نورو زده کړو او بهرنيو بورسونو د تګ زمينه برابره کړي.

هغه له پژواک سره خبرو کې له خپلې کورنۍ هم مننه وکړه چې ده ته يې د کورنۍ مسوولیت نه و ور له غاړې کړی.

راحيله چې کورنۍ يې په کابل ولايت کې اوسېږي او اووه کاله يې له خپلې کورنۍ لرې په ننګرهار کې زده کړې وکړې، خپل فراغت يې د خپلې کورنۍ يوه ستريا بريا وبلله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.