ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د هندواڼو او خټکيو حاصلات ٥٠ سلنه کم شوي

په هلمند کې د هندواڼو او خټکيو حاصلات ٥٠ سلنه کم شوي

author avatar
15 Jul 2017 - 11:39
په هلمند کې د هندواڼو او خټکيو حاصلات ٥٠ سلنه کم شوي
author avatar
15 Jul 2017 - 11:39

لښکرګاه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۶): د هلمند د کرنې رياست چارواکي وايي چې د روانو نا امنيو له امله د خټکيو او هندواڼو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه کمښت راغلی دی.

د هلمند د کرنې رياست د پلان او برنامو مدير رفيع الله قلم وايي که څه هم سږ کال کروندګرو د نا امنیو او ځينو نورو ستونزو له امله لېږ پالېزونه کرلي وو، خو د تېر کال په پرتله دغه پالېزونه له طبیعي افتونو خوندي وو‌.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال په هلمند کې نهه زره او ته سوه هکټاره پالېزونه کرل شوي وو، خو د نا امنيو امله سږ کال څلور سوه زره هکټاره کرل شوي دي.

قلم زياتوي: ((کروندګرو فکر کاوو چې د نا امنيو له امله به يې حاصلات بازار ته ونه رسېږي، او يو شمېر نور کروند ګر بې ځايه شوي وو؛ ځکه په ډېرو ځمکو کې هندواڼې او خټکي نه دي کرل شوي.))

د کرنې رياست دغه چارواکى د کروندګرو د هغو شکايتونو په اړه چې د سړو خونو او مارکېت د نشتوالي له امله يې حاصلات په ټيټه بيه پلورل کېږي، وويل چې د سړو خونو او مارکېټ د جوړېدوغوښتنې يې په پرله پسې ډول کړې خو مرکز پاملرنه نه ده کړې.

د هغه په وينا، د ٥٠٠زره امريکايي ډالرو په لګښت د سړونو او ۷ سوه زره ډالرو په ارزښت د مارکېټ جوړېدو غوښتنې يې مرکز ته لېږلې او هلته هم ژمنه ورسره شوې چې په راتلونکي کې به دغه کار وکړي.

هغه د محصولاتو د بيې د ټيټوالي په اړه وويل: ((کروندګر مجبور دي چې له پالېزونو ترلاسه شوي محصولات په چټکۍ وپلوري له دې امله يې بيې ټيټې دي او د ساتلو امکان يې نشته.))

نوموړي وویل له وړاندې په مارجې او ګرشک کې دوه سړې خوني جوړې شوې چې په نا امنیو کې د خلکو له خوا چور شوي دي.

په لښکرګاه ښار کې د محمد ولي په نوم د ناوې ولسوالۍ يوه کروندګر پژواک اژانس ته وويل چې د پخوا په پرتله يې کم پالېزونه کرلي دي، خو هندواڼې او خټکو يې ښه حاصلات ورکړي.

هغه وايي، چې داځل يې پالېزونو ناروغي هم نه درلوده، خو بيې ډېرې ټيټې دي او اړ دي چې د سختۍ ګرمۍ له امله يې په ټيټه بيه وپلوري؛ ځکه چې ساتلى يې نه شي.

عبدالله جان چې په لښکرګاه کې د سړک پر سر خټکي پلوري، پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال هندواڼې او خټکي کابل او نورو ولايتونو ته په لوړه بيه وړل کېدل، خو سږ کال يې سوداګر نه اخلي او نه هم دلته د ساتلو لپاره سړې خونې شته.

د عبدالخالق په نوم يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل چې سږ کال د کيفيت له پلوه هندواڼې او خټکي ښه دي، خو په بيو کې يې د پام وړ بدلون نه دی راغلی .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.