ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا نهو ولسواليو کې له  ۱۵ کلونو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري

د پکتيکا نهو ولسواليو کې له ۱۵ کلونو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري

author avatar
16 Jul 2017 - 17:59
د پکتيکا نهو ولسواليو کې له  ۱۵ کلونو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري
author avatar
16 Jul 2017 - 17:59

ښرنه (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۶): د پکتيکا ځينې اوسېدونکي او د اترا څانګې مسوولين وايي،  ددې  ولايت په نهو ولسواليو کې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي.

پکتيکا د هېواد له سرحدي ولايتونو څخه دى چې ۱۸ رسمي او ۳ غير رسمي ولسوالۍ لري.

د دې ولایت د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي سيد الرحمن کټوازي، پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو ۱۵ کلونو را هيسې  په وړممۍ، وازېخوا او تروې ولسواليو کې هېڅ مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي.

ده زياته کړه: ((د يادو درېيو ولسواليو اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او افغان دولت يې د ستونزو د حل لپاره هېڅ هڅه نه ده کړې او يادې درې واړه ولسوالۍ يې له نظره لوېدلې دي.))

د هغه په خبره، څو څو ځل يې له دولت او  د مخابراتي شبکو له مسوولينو غوښتي چې دغې ستونزې ته د حل لار ولټوي، خو ستونزې يې يواځې د کاغذ پر مخ پاتې کېږي او عمل نه ورباندې کېږي.

د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر زالو پژواک ته وويل، د ګومل، شکين، برمل او ګيان ولسواليو کې هم ولسونه مخابراتي شبکو ته لاسرسی نه لري.

هغه زياته کړه، دولت دې مخابراتي شبکې مجبورې کړي چې د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې خپل فعاليتونه پيل کړي، ترڅو د هېواد ټول وګړي د ژوند پرمختګونو ته لاسرسی پيدا کړي.

دى وايي:"له یوې خوا مو د کورنۍ غړي په نورو هېوادونو کې مسافر دي، بل پلو مو د کورنيو غړي دولتي دندې لري، کلي ته نه شي راتلای او نه هم په خپلو سيمو کې مخابراتي فعاليتونه لري چې له خپلو دوستانو او د کورنۍ له مسافرو غړو سره خبرې وکړي."

د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي منور مبارز پژواک ته وویل، نه يواځې دا چې په پکتيکا کې مخابراتي فعاليتونه ټکني دي، بلکې په هغو ولسواليو کې چې مخابراتي شبکې فعاليت کوي، انټرنټ يې ۲جي دى او د مرکز ښرنې او ارګون ولسوالۍ د ۳جي خدمات هم تش په نامه فعال دي.

مبارز هم له دولت او د مخابراتي شبکو له مسوولينو غوښتنه کوي چې د پکتيکا په ټولو ولسواليو کې دې مخابراتي شبکې فعاله او هم دې د انټرنټي خدماتو چټکتيا ته پوره پاملرنه وکړي.

بل پلو د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل، په برمل ولسوالۍ کې د افغان بېسيم يوه شبکه د سهار له اتو بجو د مازيګر تر څلور بجو فعاليت کوي او ورسته د وسله والو طالبانو په امر بندېږي.

هغه وايې، افغان دولت بايد په ټولو مخابراتي شبکو ومني چې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.