ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کلیو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ټولو  تر سره شوو پروژو ارزونه کېږي

د کلیو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ټولو تر سره شوو پروژو ارزونه کېږي

author avatar
16 Jul 2017 - 17:14
د کلیو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ټولو  تر سره شوو پروژو ارزونه کېږي
author avatar
16 Jul 2017 - 17:14

 کابل(پژواک، ٢٥چنګاښ ٩٦): د کليو بيا رغونې او پراختيا وزير وايي چې په تېرو ١٥کلونو کې د دغه وزارت ټولې عملي شوې پروژې ارزول کېږي، څو  د موثريت  د کچې پر بنسټ يې راتلونکي پراختيايي پروګرامونه ترتيب شي.

نصير احمد دراني نن کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دا پروګرام به په درېيو پړاوونو کې د راتلونکي مياشتې تر ١٥مې نېټې پورې په ټولو ولايتونو کې عملي کړي.

هغه زياته کړه:((د دغه پروګرام له تر سره کېدو يې موخه د وزارت د پروګرامونو مطالعه او د شمېرو را ټولول دي چې په کليو کې د پراختيايي پروژو د لاسته راوړنو ارزونه، د غوره پلي کېدو څرنګوالى، د کليوالو د ژوند د وضعيت تشخيص او د اړتياوو ارزونه، لومړيتوبونه او د کليو د ملي پراختيا د راتلونکو پروګرامونو چمتو او ترتيبول شامل دي.))

د کليو د بيا رغونې او پراختيا د وزير په خبره، دا اقدام د لومړي ځل لپاره تر سره کېږي او چمتو کول يې کولى شي چې د هېواد راتلونکو پراختيايي پروګرامونو لپاره ډېر موثر وي.

دراني څرګنده کړه، اوسمهال مشخصه نه ده چې په کليو کې د پراختيا کچه څومره ده او پخوا په کومه اندازه وه.

وزير وويل:((د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت په تېرو ١٥ کلونو کې ٩٧ زر پروژې پلې کړې دي، خو نه پوهېږي چې اقتصادي او ټولنيزې اغېزې به يې د کليو په کچه څومره وي، په کومو ځايونو کې ډېرې او چېرته کمې پلې شوې دي؟))

دراني وويل چې دغه مطالعه د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت شته او پلي شوې پروژې په پام کې نيسي او په درېيو پړاوونو کې د تخنيکي څېړنې، د پروژې د ځاى تشخيص او تثبيت  او د سيمه ييزې شورا  د غړو او خلکو سره د مرکو په ترڅ کې عملي کېږي.

وزير  وويل چې لومړى پړاو به ډېر ژر په تخار، سنګان، هرات، کندهار، خوست، پنجشېر، کونړ او باميانو کې پيل او تر درېيو مياشتو پورې  بشپړ شي.

د نوموړي په خبره، د دغه پروسې دويم او درېيم پړاو به هم د لومړي پړاو له پاى ته رسېدو وروسته تر سره شي او تمه کېږي چې د ١٣٩٧ کال په مرغومي مياشت کې به يې له پاى ته رسېدو سره د وزارت ټولې پروژې چې يوه نيمه لسيزه کې تر سره شوې، وڅېړل شي او اړين معلومات به را ټول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.