ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې څلور پوليس او څلور وسله وال طالبان وژل شوي

ننګرهار کې څلور پوليس او څلور وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
20 Jul 2017 - 10:31
ننګرهار کې څلور پوليس او څلور وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
20 Jul 2017 - 10:31

جلال اباد (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار ولايت په دوو بېلا بېلو امنيتي پېښو کې څلور سيمه ييز پوليس او څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د چنګاش په ۲۹مه پژواک ته وويل، د خوږياڼو ولسوالۍ مېملې سيمه کې تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ اړوند د سيمه ييزو پوليسو پر رېنجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، د چاودنې له امله يې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې ټپيان د جلال اباد حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه ليږدول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد پرمهال پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل، د لعلپورې ولسوالۍ چکنور سيمه کې تېره شپه په يو هوايي بريد کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او يو ټپي شو. دی وايي، په وژل شوو طالبانو کې يو بهرنی هم شامل دی.
مشرقيوال وايي، په دغه هوايي بريد کې امنيتي او ملکي کسانو ته زيان نه دی اوښتی.

دغه راز د ولايت مقام وايي چې په چپرهار ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د يوې لس کلنې نجلۍ دواړه پښې پرې شوې دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دی ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.