فیض اباد (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶): سرچینې وایي،چې په بدخشان ولایت کې د یوه کمین پر مهال۳۰ تنه سیمییز پولیس وژل شوي دي.
دبدخشان دولایتي شورا وکیل کامل بیګ دچنګاښ په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن سهار په شاوخوا نهو بجو وسله والوطالبانو دیمګان ولسوالۍ له اړخه پر تګاب ولسوالۍ برید کړی و.
هغه زیاته کړه،چې تر دې بریده وروسته امنیتي ځواکونو شاتګ وکړ چې وروسته دطالبانوله کمین سره مخامخ شول او ۳۰ تنه یې ووژل شول.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد زاهد د یادې پيښې د تایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل، چې په دې برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې،خوکره شمیره یې په ډاګه نه کړه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن