ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکـتيا کې د نښتر کلنۍ مشاعـره ترسره شوه

پکـتيا کې د نښتر کلنۍ مشاعـره ترسره شوه

author avatar
21 Jul 2017 - 11:40
پکـتيا کې د نښتر کلنۍ مشاعـره ترسره شوه
author avatar
21 Jul 2017 - 11:40

ګردېز (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٦): د پکـتيا مشهوره کلنۍ مشاعـره "نښتر" د بېلابېلو ولايتونو د ګـڼو اديبانو، شاعـرانو او مسوولينو په ګډون ترسره شوه.

د پکـتيا والي شميم خان کټوازي په دې مشاعره کې شعر او ادب د ژبې د غوړېدو لپاره مهم او د پيغام ښه وسيله ياده کړه.

نوموړي له شاعرانو وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې هېوادنۍ مينې، وطنپالنې او ورته مهمو موضوعاتو ته ډېر ځای ورکړي.

هغه د اديبانو او شاعرانو لپاره د هېواد ملي ژبو پښتو او دري سربېره پر نورو ژبو د هغو د ادبياتو او مشاهيرو په اړه مطالعه او څېړنه اړينه چاره وبلله او لږ تر لږه د داسې افغان اديبانو په شتون يې ټينګار وکړ چې د سيمې له هېوادونو سره د پرتلنې وي.

دى وايي: ((موږ په ژونديو شاعرانو کې څومره داسې کسان لرو چې په نړيواله کچه حساب پرې کېدی شي؟ ايا زموږ ځوان شاعران او ليکوالان د نورو ژبو مطالعه لري؟ د هغو له ادبياتو، شعرونو او ليکنو خبر دي؟ او له هغو سره خپل ادبيات مقايسه کوي او څېړنه کوي؟ او درېيمه خبره دا چې زموږ شاعران ولې په کوچنيو موضوعاتو کې، د يار په زلفو کې بند وي او انسانيت او لوړو مفاهيمو ته شاعري نه کوي؟))

د پکـتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد شفا مشفق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست رسول باوري پيغام د لوستلو ترڅنګ وويل، ادبيات د يوه هېواد د فرهنګ ښکارندوی دي او په کار ده چې غوړېدو او لوړېدو ته يې معياري کار وشي.

مشفق وايي: ((افغانستان د غني فرهنګ درلودونکی هېواد دی، د خپل فرهنګ او ادب ساتل او لا لوړول او د خپلو تاريخي ځايونو، سيمو او دودونو ساتنه د ټولو مسزوليت دی او بايد په دې برخه کې پوره هڅې او کار وشي.))

ورپسې د پکـتيا، پلازمېنې کابل، خوست، پکتيکا، ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو شاعرانو د مشاعرې په ګډونوالو د شعر خواږه ووېشل او د ترنم د خوند په ټال يې وزنګول.

دا د نښتر مشاعرې دوولسمه غونډه وه چې هر کال ترسره کېږي.

د کابل پوهنتون استاد او د ولسمشر علمي او فرهنګي سلاکار لال پاچا ازمون، نښتر د هېواد مهمه مشاعره او ادبي بنډار ياد کړ او ويې ويل، ياده مشاعره په هنري ډول وشوه.

نوموړي له مشاعرې وروسته د نښتر غزل شپې ادبي او سندريز بنډار وستايه او ويې ويل، په ډېره شاعرانه فضا کې ترسره شوه.

هغه پژواک ته وويل: ((ډېره ښکلې مشاعره وه، فضا يې شاعرانه، د چاودنو په بدو حالاتو کې خوندور بنډار و؛ داسې مشاعرې د ادب د پياوړتيا لپاره ارزښتمن کار دی؛ مخکې به يواځې د ورځې له خوا مشاعرې کېدې، اوس له ښه مرغه د شپې هم مشاعرې کېږي، شپه خپله شاعرانه نوم دی او د شپې سکوت شاعرانه فضا رامنځته کوي؛ واقعاً ډېر خوږ بنډار دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.