ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې يوې کورنۍ د بېوزلۍ له امله خپله اووه ورځنۍ ماشومه پلورلې

جوزجان کې يوې کورنۍ د بېوزلۍ له امله خپله اووه ورځنۍ ماشومه پلورلې

author avatar
22 Jul 2017 - 18:33
جوزجان کې يوې کورنۍ د بېوزلۍ له امله خپله اووه ورځنۍ ماشومه پلورلې
author avatar
22 Jul 2017 - 18:33

شبرغان (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦): د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ يوې زيانمنې کورنۍ د زياتې بېوزلۍ او خوراکي توکو ته د نه لاسرسي له امله خپله اووه ورځنۍ ماشومه پلورلې ده.

د ياد ماشوم پلار حميدالله چې د درزاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى، وايي چې د دوى په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او داعش ډلې ترمنځ د نښتې له امله کور پرېښودو ته اړ شوي، چې د خوراکي توکو د نه شتون له امله دى د خپل اووه ورځني ماشوم پلور ته اړ شوى دى.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ياد کار يې ولې ترسره کړى؟ وويل: "بله چاره مې نه درلوده، هغه مهال مې يوازې ماغزو ته د لور د پلورلو موضوع راغله او خپله لور مې د ٤٢ زره افغانيو په بدل کې پر يوه سړي خرڅه کړه او پيسې مې پر څلورو کورنيو چې ټول مو خپلوان دي؛ ووېشلې."

اوسمهال چې نوموړى له خپل ترسره کړي عمل پښېمانه دى او د رامنځته شوې ستونزې د حل په موخه د جوزجان والي دفتر ته راغلى، زياته کړه: "غواړم چې ولايت مسوولين راته يوه چاره جوړه کړي او خپله ماشومه مې بېرته راته ترې واخلي."

د پلورل شوې نجلۍ مور زبيدې وويل، چې له ډېرې بېوزلۍ او ناچارۍ يې خپله لور پلورلې ده.

نوموړي زياته کړه: "٢٠ ورځې وړاندې مو لور وپلورله، خو اوس مې د لور لرې والى رنځوي او موږ د درزاب له ولسوالۍ داسې بهر شوو، چې ان له کوره مو هيڅ هم راوانخيستل او د کور د کرايه پيسې مو هم نه درلودې."

 يادې مېرمنې وويل، په درزاب ولسوالۍ کې يې هم ژوند ښه نه و، مېړه به يې ګلکاري او روزګار کاوه چې له همدې لارې يې به يې ژوند پر مخ ووړ.

هغې زياته کړه: "د لور تصوير مې ذهن ته راځي ، د شپې له خوا تر سهاره ژاړم او په داسې حال کې چې جوړه هم نه يم؛ ډېره دردېږم."

د جوزجان د والي وياند محمدرضا غفوري وويل: "موږ له يادې کورنۍ سره له نږدې وکتل او په پام کې لرو، څو هغه کس چې د پيسو په بدل کې يې له يادې کورنۍ يې ماشوم اخيستى، د ولايت دفتر ته احضار کړو او ټاکل شوې چې د يادې نجلۍ د پلور په بدل کې ورکړل شوې پيسې ياد شخص ته وسپاري او ياده ماشومه نجلۍ بيرته مور او پلار ته وسپارل شي."

غفوري څرګنده کړه، په دې اړه د کلي له ملک او هغه چا سره چې له يادې کورنۍ يې د پيسو په بدل کې نجلۍ اخيستې، اړيکه نيسي، څو يادې قضيې ته ژر تر ژره لاسرسى وشي.

د جوزجان د والي وياند د يادې زيانمنې کورنۍ د ستونزې د منلو ترڅنګ وويل: "موږ څو ځلې مرسته رسوونکو بنسټونو ته ويلي، چې يادې کورنۍ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې بايد له دوى سره ژر تر ژره مرستې ترسره شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.