ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش ډلې له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور خپل درې کسان وژلي

داعش ډلې له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور خپل درې کسان وژلي

author avatar
22 Jul 2017 - 16:13
داعش ډلې له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور خپل درې کسان وژلي
author avatar
22 Jul 2017 - 16:13

شبرغان (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦): د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي چې داعش ډلې په قوش تپه ولسوالۍ کې خپل درې غړي له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور پر  ډزو وژلي دي.

 د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکي په وينا، د يادو کسانو په ډله کې قاري قدرت الله هم شامل دى چې له دې وړاندې يې د سره صليب شپږ کارکوونکي وژلي و.

 د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد داور وويل، د داعش ډلې دغه کسان نن له درزاب ولسوالۍ قوش تپې ولسوالۍ ته لېږدولي او بيا يې وژلي، چې تر اوسه پورې يې مړي خپلو کورنيو ته نه دي ورکړل شوي.

 هغه زياته کړه، د وژل شوو کسانو په ډله کې قاري قدرت، د هغه ورور او يوبل کس شامل دي او قاري قدرت هغه کس دى چې د داعش  ډلې په چوکاټ کې به يې د دولت ضد فعاليتونه کول او د قوش تپې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې يې د سره صليب شپږ کسان ووژل او دوه نور يې له ځانه سره وړي وو.

 هغه وويل، تر اوسه معلومه نه ده چې د داعش ډلې د يادو وژل شوو کسانو مړي د قوش تپې ولسوالۍ په کومه څنډه کې اچولي دي.

د سره صليب نړيوالې کمېټې د خپلو کارکوونکو د وژل کېدو په پايله کې په افغانستان کې خپل فعاليتونه وځنډول، چې دوه کارکوونکي يې لا هم د داعش ډلې په منګولو کې دي چې يادې کمېټې تر اوسه پورې په افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي.

د قوش تپې ولسوال امين الله وويل، د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ د داعش ډلې نن سهار شاوخوا څلور بجې چې شمېر يې ٢٠ کسانو ته رسېده، درې کسان چې په کې قاري قدرت الله، د هغه ورور او يو بل کس شامل وو، د درزاب ولسوالۍ له سردره کلي؛ لومړى د چقمه چقور کلي او له هغه وروسته بيا د يادې ولسوالۍ علمليک کلي ته لېږدولي دي.

 هغه زياته کړه، داعش ډلې ياد کسان وژلي او مړي يې د علمليک کلي په اړونده سيمه کې اچولي، چې د مړو ترلاسه کولو په موخه يوه ډله قومي سپين ږيري سيمې ته تللي، خو تر اوسه يې د مړو ترلاسه کولو په اړه څه نه دي ويلي.

د قوش تپې ولسوال زياته کړه، داعشيانو خپل دغه کسان له امنيتي ځواکونو سره د اړيکو په تور نيولي دي.

نوموړي وويل: "قاري قدرت له خپل ورور او يوه بل همکار سره له تېرو پنځلسو ورځو راهيسې په جوزجان ولايت کې د داعش ډلې له عمومي مسوول قاري حکمت سره زنداني و."

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي محمدګل وويل: "د قاري حکمت له لوري د قاري قدرت د وژلو خبر له نن سهار راهيسې د خلکو په خولو کې دى، خو په دې اړه به هرڅه د ورځې تر پايه پورې څرګند او روښانه شي."

دا لومړى ځل دى چې داعش ډله خپل يو شمېر کسان له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ په تړاو وژني.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.