کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) : عبدالعزیز بابکرخېل، د پښتني بانک د ريیس په توګه د یاد بانک کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د ماليې وزارت له خوا دچنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بابکرخېل د مالیې وزارت د اداري چارو سرپرست مرستیال محمد قاهر حیدري له خوا نن د دغه بانک کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
سرچينې زياته کړې، نوموړی په بانکي چارو کې د زیاتې تجربې خاوند دی، نوموړي د پښتني بانک د پخواني ريیس خسرو ضیاء له کړنو او هڅو څخه مننه وکړه او ويې ویل چې په سختو شرایطو کې یې د بانک د چارو پرمخ بیولو ته اوږه ورکړه.
پخواني ريیس خسرو ضیاء، وویل، چې پښتني بانک ته يې راتګ د مالیې وزارت د مشرتابه په باور شوی وو او په دې وخت کې د نوموړي بانک پانګه څو چنده زیاته شوې ده .
نوموړي زیاته کړه د اړتیا په صورت کې به له نوې رهبرۍ سره هم همکار پاتي شي.
نوي ټاکل شوي ريیس عبدالعزیز بابکرخېل، د مالیې وزارت او د افغانستان بانک له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې پر ده یې باور وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د دې بانک چارې به په رښتینولۍ او ایماندارۍ سره ترسره کوي او له خپلو همکارانو څخه یې په ورسپارل شوو چارو کې د مرستې غوښتنه وکړه.
عبدالعزیز بابکرخېل، په ناروې کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي او له دې وړاندې یې په کور د ننه او بهر په لوړو بستونو کې کار کړی دى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن