ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ولايتي شورا: د خان اباد ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

د کندوز ولايتي شورا: د خان اباد ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

author avatar
22 Jul 2017 - 16:53
د کندوز ولايتي شورا: د خان اباد ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده
author avatar
22 Jul 2017 - 16:53

کندوز (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦): د کندوز ولايتي شورا غړي، د ياد ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د امنيتي وضعيت له کړکېچن کېدو څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، که چېرې حکومت په دې اړه جدي ګام پورته نه کړي؛ ياده ولسوالۍ به د طالبانو لاسونو ته وغورځيږي.

 د کندوز ولايتي شورا يوه غړي صفي الله اميري له پژواک خبري اژانس سره د خبرو په ترڅ کې وويل، وسله والو طالبانو پرون سهار د کندوز پر خان اباد ولسوالۍ بريد کړى چې په ترڅ کې يې وسله والو مخالفينو يو شمېر کلي نيولي او له امله يې د کندوز-تخار لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

 اميري زياته کړه: "له تېرو دوه ورځو راهيسې د کندوز خان اباد ولسوالۍ کلابنده ده، له چارواکو سره مو خبرې کړې، وايي چې مرستندويه ځواکونه مو لېږلي، خو له بده مرغه تر اوسه ياده ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده، که چېرې ډېره مرسته ونه رسيږي؛ ياده ولسوالۍ به ډېر ژر د وسله والو مخالفينو له لوري ونيول شي."

 د کندوز د ولايتي شورا بل غړي رباني رباني، د کندوز-تخار لارې د تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له دولت څخه يې وغوښتل چې د خان اباد ولسوالۍ او کندوز-تخار لارې د امنيت ټينګښت لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

 نوموړي وويل: "له تېرو دوو ورځو راهيسې د تخار-کندوز لويه لار تړل شوې، حکومت بايد د يادې لويې لارې د امنيت ټينګښت په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي چې له امله يې د بدخشان، تخار او کندوز خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي او مسوولين بايد د يادې لارې د خلاصون لپاره هلې ځلې وکړي."

په خان اباد ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو يوه قوماندان هم چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، ګواښ وکړ چې که يادې ولسوالۍ ته مرستندويه ځواکونه ونه لېږل شي؛ دغه ولسوالۍ به د طالبانو له لوري سقوط شي.

بلخوا د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي ومنله، چې اوسمهال د خان اباد ولسوالۍ اړونده سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ سخته نښته روانه ده، خو مرستندويه ځواکونه سيمې ته تللي او وضعيت به ښه شي.

د ويلو ده چې وسله والو مخالفينو پرون د کندوز پر خان اباد ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي  چې له امله يې تر اوسه پورې د کندوز-تخار لويه لاړ تړل شوې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.