ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رسنۍ د چين او افغانستان د اړيکو په پياوړي کولو کې مهم رول لوبولى شي

رسنۍ د چين او افغانستان د اړيکو په پياوړي کولو کې مهم رول لوبولى شي

author avatar
22 Jul 2017 - 15:14
رسنۍ د چين او افغانستان د اړيکو په پياوړي کولو کې مهم رول لوبولى شي
author avatar
22 Jul 2017 - 15:14

بيجبنګ – چين (پژواک، ٣١  چنګاښ ٩٦) : د افغانستان او چين تر منځ د اړيکو د لا ښه کولو او پياوړي کولو په موخه ددواړو هېوادونو  د خبريالانو ګډه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې پرون د چين په  پلازمېنه بېجنګ کې ترسره شوه، د افغانستان د سفارت لومړي سکرټر سيدمهدي منادي هم ګډون درلود.

هغه د غونډې ګډونوالو ته وويل، رسنۍ د چين او افغانستان د اړيکو په  پياوړي کولو کې مهم رول لوبولى شي.

د نوموړي په وينا، دغه راز  رسنۍ د چينايي پانګه والو جذبول او د (يوې لارې، يو کمربند) نوښت چې د چين د حکومت په نوښت د  ورېښمو لارې د بيارغونې په موخه پيل شوى، په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو په برخه کې هم بايد مهم رول ولوبوي.

خو مهدي منادي وويل، دغې لويې پروژې  ته په رسنيو کې ډېر پوښښ نه دى ورکړل شوى.

د افغانستان د سفارت دغه استازي وويل : ((افغانستان د (يوې لارې او يو کمربند) پروژې په څنډه کې موقعيت لري، موږ له ټولو ديپلوماتيکو لارو هڅه کوو چې افغانستان د دغې پروژې په مرکزيت کې راولو.))

هغه له رسنيو وغوښتل چې په حقيقي ډول د چين او افغانستان وضعيت ته انعکاس ورکړي، نه دا چې چين ته د پاکستان په سترګه وکتل شي.

مهدي منادي وايي، د سولې او امنيت ټينګښت لپاره د اقتصاد پياوړي کول ډېر اړين دي؛ نو افغاني رسنۍ بايد خپلو راپورونو سره چينايي پانګوال پانګونې ته وهڅوي.

ده زياته کړه، په چين کی به د افغانستان ديپلوماتان هڅه وکړي  چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې چينايي خبريالانو ته د ورتګ لارې چارې برابرې کړي.

له کابله راغلي خبريال محمدشبير احمدي د دې سفر د زمينې په برابرولو د چين له حکومت څخه مننه وکړه او ويې ويل چې رسنۍ د هېوادونو د اړيکو په پياوړي کولو کې مهم رول لوبوي.

هغه زياته کړه،  چين په تېرو ١٦ کلونو کې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې ډېرې مرستې کړې او افغانان ترې منندوى دي.

احمدي د ورېښمو لار تاريخي ارزښت او بيارغونې ته په اشارې سره وويل، دا پروژه د افغانستان پرمختګ لپاره حياتي ارزښت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.