ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د امريکايي ځواکونو د بمبار له امله ١٦ پوليس وژل شوي

هلمند کې د امريکايي ځواکونو د بمبار له امله ١٦ پوليس وژل شوي

author avatar
22 Jul 2017 - 14:38
هلمند کې د امريکايي ځواکونو د بمبار له امله ١٦ پوليس وژل شوي
author avatar
22 Jul 2017 - 14:38

لښکرګاه (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) : د هلمند ولايت چارواکي وايي چې د امريکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٦ پوليس وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د چنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه پرون تر  غرمې مخکې په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه،امريکايي ځواکونو په تېروتنې سره د پوليسو پر هغې پوستې بمبار کړى چې تازه يې سيمه له وسله والو طالبانو نيولې وه.

د ځواک په وينا، په دې پوسته کې ټول ١٨ تنه وو، چې  د دوو قوماندانانو په ګډون ١٦ تنه يې وژل شوي او ٢ نور ټپيان دي.

د والي وياند د پېښې د څرنګوالي په اړه وويل، له پېښې نيم ساعت مخکې امريکايي ځواکونو ته په ياده سيمه کې د طالبانو د شتون په اړه کوردينات ورکړل شوي وو.

دى وايي، امريکايي ځواکونو په داسې حال کې ياده سيمه بمبار کړې چې شل دقيقې مخکې پوليسو دغه سيمه له طالبانو نيولې وه.

د هغه په وينا، امريکايي ځواکونو د مخکنيو کوردينات له مخې ياده سيمه بمبار کړې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

امريکايي ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ياده پېښې منلې او د پېښې د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت ويلى دى.

دوى زياته کړې چې دا بمبار يې  په تېروتنې کړى او له افغان ځواکونو سره يې په ګډه پلټنې پيل کړې دي.

د يادونې ده چې امريکايي ځواکونو تر دې مخکې هم دا ډول تېروتنې کړې دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.